اسټراليا کې مهاجرت قانون پوهان له حکومت څخه غوښتي ترڅو دې چټکی سره د پناه غوښتونکو شړلو پر سر يو ځل بيا غور وکړي.
د اسټراليا حکومت لخوا نوې خپرې شوې شميري ښايي چې اسټراليا ته د هوا له لارې راغلو ۵۰،۰۰۰ پناه غوښتونکو کيسونه رد شوي او حکومت په پام کې لري ترڅو دا پناه غوښتونکي له اسټراليا څخه وشړي.
د حکومت لخوا خپرو شوو شميرو له مخه د روان کال جنوری مياشت پوري د ۵۰،۰۰۰ پناه غوښتونکو کيسونو رد کيدو ترڅنګ بيا د نورو ۳۷،۹۱۳ نورو پناه غوښتونکو کيسونو طی مراحل روان دی.
د حکومت په وينا دا معلومه نده چې ايا لدې شاوخوا ۳۷،۰۰۰ پناه غوښتونکو څخه څومره يې اسټراليا کې قبول کيږي او نور څومره يې له اسټراليا څخه شړل کيږي.
بله خوا مکواير پوهنتون څخه ډاکټر ډانيل ګيزلباش اس بي اس سره خبرو دوران کې وويل، حکومت هڅه کوي ترڅو د پناه غوښتونکو کيسونو طی مراحل چټکی سره پر مخ يوسي او پر مهاجرت ادارې بوج کم کړي چې دا کار د سيسټم روڼوالی تر پوښتنې لاندې راولي.

اسټراليا ته دا مهال ډير پناه غوښتونکي له جګړو ځپلو هيوادو څخه نه بلکې له پر مختللو هيوادو څخه راځي.
د شميرو له مخه زرکونه نوي راغلي کسان ډيره کې له هند، چين او ماليزيا څخه دي کوم چې اسټراليا کې د پناه غوښتنه کوي.
د ۲۰۱۹ کال نومبر مياشت کې يواځی شاوخوا ۲۰۰ پناه غوښتونکي خپلو هيوادو ته شړل شوي او لا اوس هم نږدې ۵۰،۰۰۰ شړلو چارې پر مخ وړل کيږي.
د اسټراليا حکومت مخالف ګوند يا ليبر پر حکومت د اسټراليايي پولو کنټرول پر تدابيرو نيوکې کړي.
ليبر ګوند وايي، اوسمهال انساني قاچاقبر د هوا لار کاروي ترڅو خلک اسټراليا ته راولي او پناه واخلي او بله خوا انساني قاچاقبران د کاريګرو له ويزو څخه ناوړه ګټه پورته کوي.
د اسټراليا د مهاجرت سر پرست وزير الن تود بيا د مخالف ګوند تورونه ردوي او وايي، د اسټراليا حکومت د هغو کسانو شمير کې کمی راولي کوم چې غلطې غوښتنې کوي.
د مهاجرت سرپرست وزير په وينا، ځيني کسان د اسټراليا له نړيوالې ژمنتيا او هوکړې څخه ناوړه ګټه پورته کوي او اسټراليا ته رارسيدو سره د پناه غوښتنه کوي.
د ښاغلي په وينا، دا کار نوی او يا بې سابقې ندی.
د ښاغلي تود په وينا، ځيني له همدو کسانو څخه بيا د اسټراليا حقوقي څانګو ته مخه کوي او غواړي ترڅو لا ډير وخت اسټراليا کې پاتي شي او حقوقي کيسونو له مخه خپل اوسيدو موده وغځوي.

د اسټراليا حکومت وايي، ډيري له رد شوو کډوالو څخه اوس خپل کيسونه محکمې ته وړي او د محکمې پروسه بيا کلونه وخت نيسي ترڅو پايلې يې معلومې شي.
"هغه کسان چې هوا له لارې اسټراليا ته راځي هغوی په اړه مونږ کافي اندازه معلومات لرو او پوهيږو چې څوک دي د هغو کسانو پر پرتله چې کښتی له لارې راځي او په اړه يې معلومات نه لرو"
هر هغه کس چې اسټراليا ته هوا له لارې ويزې سره راځي او بيا د پناه غوښتنه کوي، د اسټراليا قانون له مخه ياد کس ته بريجينګ ويزه ورکول کيږي او هم اسټراليا کې د کار کولو حق لري.
ولې بيا د اسټراليا حکومت ځيني کسان له موقتې ويزې ترلاسه کولو او يا کار حق ترلاسه کولو څخه مخکې د هغوی مخه نيسي او له هوايي ډګرونو څخه يې بيرته شړي.
د اسټراليا ليبر ګوند مهاجرو چارو کې ويانده کريستينا کينلي وايي، د هوا له لارې اسټراليا ته د خلکو راتګ بيا پناه اخيستل دا په ډاګه کوي چې انساني قاچاقبران د اسټراليا له کاري ويزو څخه ناوړه ګټه پورته کوي.
" پناه غوښتنه يو سم کار دی ولې ۹۰ سلنه له پناه غوښتونکو څخه پر شرايطو برابر نه وي بله خوا څومره چې هوا له لارې د پناه غوښتونکو شمير ډيريږي هغومره پر مهاجرت سيسټم بوج ډيريږي"

د اسټراليا حکومت بيا د ليبر ګوند خبر ردوي او وايي، چې يواځې په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې هوا له لارې د پناه غوښتونکو شمير کې ۱۲ سلنه کمی راغلی.

