SKIP TO MAIN CONTENT

اسراییلو پر ایران برید تایید کړ؛ په اسراییلو کې بیړنی حالت اعلان شوی

د آسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پيني وانګ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې هېواد یې د ایران او اسراییلو ترمنځ د تاوتریخوالي له امله اندېښمن دی.

Smoke and light rises against a black night sky
Israel says it has launched strikes against Iran's capital city Tehran. Source: AAP / Vahid Salemi/AP

1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

سرچینه: AFP



Skip to article content

د تهران په مختلفو سیمو کې د چاودنو د غږونو له اورېدو وروسته، د اسراییلو د دفاع وزیر اسراییل کاټز تایید کړې چې هېواد یې دا بریدونه ترسره کړي دي.

پر ایران له برید وروسته، په اسراییلو کې بیړنی حالت اعلان شوی.

د بهرنیو چارو وزیرې پيني وانګ ویلي چې آسټرالیا د ایران او اسراییلو ترمنځ د تاوتریخوالي له امله اندېښمنه ده.

هغه وايي، دغه کار د یوې بې ثباته سیمې د لا بې ثباته کولو خطر زیاتوي.

هغه زیاتوي: "موږ له ټولو خواوو څخه غواړو چې له هغو اقداماتو او خبرو ډډه وکړي چې تاوتریخوالی نور هم زیاتوي."

په دې اړه به نور جزیات وروسته خپاره شي.


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now