د آسټرالیا د کرېکټ ملي لوبډلې تکړه توپ وهونکي ډېوېډ وارنر د یوې نوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې خولۍ ګانې یې بېرته موندل شوي او د ژوند تر پایه به یې له ځان سره وساتي.
ښاغلي وارنر دغه نوې ویډیو نن سهار پر انسټاګرام خپره کړې او له ټولو هغو کسانو چې د خولۍ ګانو په موندلو کې یې مرسته کړې مننه کړې ده.
"زه ډېر خوښ او راحته یم چې تاسو ټولو ته خبر درکړم چې زما خولۍ ګانې موندل شوي، دا یو ښه خبر دی."
"هر کرېکټر پوهېږي چې د دوی خولۍ څومره مهمه ده."
ښاغلي وارنر ندي ویلي چې د تېسټ لوبو خولۍ ګانې څرنګه بېرته را پیدا شوي.
ښاغلي وارنر د سه شنبې په ورځ د یوې ویډیو په خبرولو سره ویلي وه چې د تېسټ لوبو خولۍ ګانې یې غلا شوي دي.
په لومړۍ خپرې شوې ویډویو کې هغه ویلي وه چې د کوانټس هوايي شرکت او د هوټل ادارې، امنیتي کمرې کتلي دي، مګر ندي لیدل شوي چې چا غلا کړي دي.
د آسټرالیا لومړي وزیر انتوني البینزي هم غوښتنه کړې وه ترڅو د هغه خولۍ بېرته ورکړل شي.
تمه کېږي چې د آسټرالیا کرېکټ بورډ به په دې اړه معلومات شریک کړي چې د هغه خولۍ ګانې څرنګه بېرته پیدا شوي دي.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.
شریکول

