Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

اسټراليا کې يو افغان کډوال جعلي موټر چلولو لايسنس له وجې خپل تابعيت له لاسه ورکړ

يو افغان کډوال چې په کال ۲۰۱۰ کې اوبو له لارې يې اسټراليا ته پناه راوړې او د اسټراليا دايمې ويزه يې ترلاسه کړې د يو جعلي موټر چلولو لاسينس له وجې ورته د اسټراليا تابعيت ورکولو څخه ډډه وشوه.

Driver licence, Indian driver
The image is for representation only. Source: Getty

علي حيدري چې له نږدې لسو کالو راهيسې اسټراليا کې اوسيږي او د اسټراليا دايمي ويزه لري هغه مهال ورته د اسټراليا تابعيت ورکولو څخه ډډه وشوه کله چې د هغه موټر چلولو لايسنس جعلي ثابت شو.

علي حيدري په ۲۰۱۰ کال کې اسټراليا ته د کډوال په توګه راغلی او اسټراليا ته راتګ يو کال وروسته ورته د اسټراليا دايمي ويزه ورکړل شوې.

ښاغلي حيدري په کال ۲۰۱۴ کې د اسټراليا تابعيت ترلاسه کولو لپاره غوښتنليک ورکړ، په لومړيو مرحلو کې د ښاغلي غوښتنليک ومنل شو ولې بيا په کال ۲۰۱۷ کې وموندل شوه چې نوموړي د لارۍ چلولو يو جعلي بهرنی لايسنس کارولی ترڅو له مخه يې اسټراليايي لايسنس ترلاسه کړي.

ښاغلي حيدري خپل جعلي موټر چلولو لايسنس په اړه د مهاجرت ادارې چارواکو سره مرکې دوران کې معلومات شريک کړل.

ښاغلي حيدري داسې مهال کوينزليند ايالت چارواکو ته د لارۍ چلولو افغاني لايسنس وړاندې کړی وه چې ده هيڅکله هم لارۍ نه وه چلولې.

حيدري وايي چې دده ملګري ورته پاکستان کې ياد لايسنس جوړ کړی او ده پرې اسټراليايي لايسنس اخيستی.

که اسټراليا کې څوک لومړي ځل لپاره موټر چلولو لايسنس اخلي او پخوا يې موټر نه وي چلولی نو بايد د اسټراليا د بشپړ يا FULL موټر چلولو لايسنس څخه وړاندې له ځينو نورو زده کړو لايسنسونو مرحلې بشپړې کړي او بيا له وروستی ازموينې يا Test وروسته ورته بشپړ يا full لايسنس ورکول کيږي.

Learner Driver With Keys
Learner driver with car keys and an Australian L-plate Source: iStockphoto

ښاغلی حيدري له يادو طی مراحل څخه بچ کيدو لپاره له بهر څخه افغاني لايسنس جوړ او پرې يې اسټراليايي بشپړ لايسنس ترلاسه کړی وه.

ښاغلي چارواکو سره خبرو کې وويل، "ما کار ته اړتيا لرله او هغه وخت له کډوالو توقيف ځای څخه وتلی وم. ما چې هر کار ته غوښتنليک ورکاوه نو له ما څخه د موټر چلولو لايسنس غوښتل کيده."

 ښاغلي حيدري د Administrative Appeals Tribunal ناستې ته د مهاجرت ادارې پريکړې پر وړاندې ځواب ويلو دوران کې وويل چې نوموړی خبر نه وه چې دده لايسنس جعلي دی، ښاغلي وويل کله چې په هزاره ګانو ټولنه کې د نورو کسانو  موټر چلولو لايسنسونه جعلي ثابت شول هغه مهال دی هم پر خپل لايسنس شکي شو.

Administrative Appeals Tribunal ويلي چې د ښاغلي حيدري له خبرو بريښي چې ده قصدآ حکومت ته جعلي لايسنس ورکړی او لدې سره د نورو او خپل ژوند يې له خطر سره مخ کړی.

د AAT غړی Roger Maguire وايي چې علي حيدري جعلي اسناد وړاندې کړي ولې بيا بله خوا حيدري د جعلي لايسنس پر څرنګوالي نه پوهيدو خبر کوي.

Administrative Appeals Tribunal د ښاغلي حيدري اسټراليا تابعيت لپاره غوښتنليک رد کړ.

 

 


3 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil, Shamsher Kainth



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now