فاطمه پیمان په رسمي ډول د سناتورې په توګه اعلان شوه

فاطمه پیمان، لومړنۍ افغان کډواله ده چې د آسټرالیا فدرال پارلمان ته یې له لویدیځې آسټرالیا څخه لاره پیدا کړې.

New WA Senator Fatima Payman is an Australian Muslim with cultural roots from Afghanistan.

New WA Senator Fatima Payman becomes parliament's first hijab-wearing Muslim woman. Source: AAP / RICHARD WAINWRIGHT/AAPIMAGE

د آسټرالیا د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن (دوشنبه) له غرمې وروسته، د لویدیځې آسټرالیا د ګټونکو سناتورانو نومونه اعلان کړل. د کټونکو نوماندانو په لیست کې د آغلې پیمان نوم هم لیدل کېږي.

د روان کال په ټاکنو کې ۶ کسانو له لویدیځې آسټرالیا څخه مشرانو جرګې ته لاره پیدا کړې چې د آغلې پیمان په شمول درې تنه یې د لیبر ګوند غړي دي.

آغلې پیمان هم پر خپله فیسبوک پاڼه د بریا خبر تایید کړی دی.

"موږ وګټله!!!"

"زه په ویاړ سره اعلان کوم چې زه په رسمي توګه د لویدیځې آسټرالیا لپاره د سناتورې په توګه ټاکل شوې یم."

"ستاسو د مینې او ملاتړ لپاره له ټولو مننه!"

په آسټرالیا کې د افغانستان سفارت آغلې پیمان ته په پارلماني ټاکنو کې د بریا مبارکي ویلې ده.

د سفارت پر فیسبوک پاڼه په یوه خپاره شوي پیغام کې راغلي: "په خوښۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې فاطمه پیمان چې یوه افغانه کډواله ده او اوس د آسټرالیا تابعیت لري، د آسترالیا پارلمان د مشرانو جرګې ته لاره پیدا کړې ده."

Embassy of the Islamic Republic of Afghanistan - Canberra
Source: Facebook /Embassy of the Islamic Republic of Afghanistan - Canberra

د رسنیو لخوا خپاره شوي مالومات (معلومات) ښيي چې فاطمه پیمان په اصل کې د افغانستان ده او په ۲۰۰۳ کال کې له خپلې کورنۍ سره آسټرالیا ته کډواله شوې. نوموړې اوسمهال د آسټرالیا تابعیت لري او پرت ښار اوسېدونکې ده.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now