د امريکا FBI پر کانګرس بريد وروسته د پارلمان مشرې کمپيوټر غلا کول او پر روسيې هيواد پلورلو پيښې پلټنه کوي

د FBI ادارې د هغې ميرمنې له پخواني ژوند ملګري څخه معلومات ترلاسه کړي کوم چې د امريکا کانګرس باندې بريد وروسته يې د پارلمان مشرې لپټاب غلا کړی او پلان لري ترڅو يې خپل ملګري ته روسيې ته وليږي.

Speaker of the United States House of Representatives Nancy Pelosi

Speaker of the United States House of Representatives Nancy Pelosi Source: Rod Lamkey - CNP/Sipa USA

د امريکا قانون پلي کولو ادارې د هغه پيښې پلټنه کوي چې ويل کيږي يوې ميرمنې پر کانګرس بريد دوران کې د پارلمان مشرې نانسي پلوسي Laptop يا  Hard Drive غلا کړی او تور پورې شوې چې يادې ميرمنې غلا شوي توکي د روسيې هيواد پر استخباراتو پلورل غوښتل.

د FBI ادارې د يکشنبې په شپه يادې پيښې په اړه معلومات ورکړل او يوه ميرمن چې  Riley June Williams نوميږي کانګرس باندې بريد دوران کې يې مظاهره کوونکي هڅول ترڅو د نانسي پلوسي دفتر ته ورشي او پر ياد دفتر بريد وکړي.

د ډونالډ ټرمپ پلويانو د نوموړي وينا وروسته پر کانګرس بريد له هغه وروسته انديښنې لا ډيرې کړي چې يادې ودانۍ کې ځيني الکترونيکي توکي غلا شوي.

د امريکا سر پرست لوی څارنوال مايکل شيروين ويلي، په کانګرس بريد وروسته د الکترونيکي شيانو غلا کول د امريکا ملي امنيت ته خطر پيښولی شي.

پر يو مظاهره کوونکې دا تور پورې شوې چې د پارلمان مشرې له دفتر څخه يې ځيني الکترونکي شيان غلا کړي او پلان يې درلود چې دا الې روسيې ته خپل ملګري ه واستوي او بيا يې پر روسيې استخباراتو وپلوري. پر يادې ميرمنې دا تور د هغه پخواني ژوند ملګري لګولی.
US law enforcement is investigating whether Riley Williams, pictured, took a laptop from Nancy Pelosi's office to sell to Russians.
US law enforcement is investigating whether Riley Williams, pictured, took a laptop from Nancy Pelosi's office to sell to Russians. Source: FBI Court Filings
دا هم ويل شوي چې ميرمن Williams له کمپويټر غلا وروسته ونشو کولی چې په وخت يې روسيې ته وليږي او کيدای شي له نوموړې سره اوس هم دا کمپيوټر موجود وي او يا يې له مينځه وړی وي.



د FBI ادارې معلوماتو له مخه اغلې Williams خپل له کور څخه تښتيدلې، موبايل يې بند کړی او خپل ټولنيز رسنيو حسابونه يې تړلي.

د پارلمان مشرې نانسي پلوسي وياند له نظر ورکولو ډډه کړې ولې پر کانګرس بريد وروسته د اغلې پلوسي له دفتر څخه د يو Laptop  ورکيدو خبر ورکړل شوی وه.


شریکول

خپور شوی په

سرچینه: Reuters, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د امريکا FBI پر کانګرس بريد وروسته د پارلمان مشرې کمپيوټر غلا کول او پر روسيې هيواد پلورلو پيښې پلټنه کوي | SBS Pashto