د آسټرالیا لومړي وزیر انتوني البنیزي نن سهار په رسمي ډول اعلان وکړ چې راتلونکې فدرالي ټاکنې به د مې میاشتې په ۳مه نېټه ترسره شي.
د آسټرالیا د استازو جرګه (ولسی جرګه) ۱۵۱ څوکۍ لري او فدرالي ټاکنې په هرو شاوخوا ۳ کلونو کې یو ځل ترسره کېږي.
اوسمهال کارګر ګوند په ولسي جرګې کې ۷۷، اپوزیسیون ۵۳ او خپلواک استازي یا کوچني ګوندونه ۱۹ څوکۍ لري.
د آسټرالیا د اپوزیسیون مشر، پیټر ډټن غواړي ترڅو له انتوني البنیزي څخه راتلونکې ټاکنې وګټي او د دغه هېواد ۳۲ لومړی وزیر شي.
ښاغلی ډټن په ۲۰۲۲ کال کې د سکاټ موریسن له ماتې وروسته د اپوزیسیون مشر شو.
د ټاکنو د نېټې له رسمي اعلان وروسته به د نوماندانو لخوا کمپاینونه پیل شي او تر رایې اچونې درې ورځې مخکې به دوام ولري.
په دې موده کې، دا د قانون خلاف ده چې نوماندان په ټلویزیون یا راډیو کې سیاسي اعلانونه وکړي.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

