اسټرالياکې داخلي غير ضروري سفر کولو باندې بنديز او حکومتي پيسې ترلاسه کوونکو ته دوه برابره پيسې ورکول کيږي

د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن نن د يکشنبې په ورځ کرونا وايروس په اړه نوي تدابير وړاندې کړل.

Treasurer Josh Frydenberg and Prime Minister Scott Morrison arrive at a press conference to announce the government's coronavirus stimulus package at Parliament House in Canberra, Sunday, March 22, 2020. (AAP Image/Mick Tsikas) NO ARCHIVING

Prime Minister Scott Morrison and Treasurer Josh Frydenberg have unveiled more support to help those hit hard by coronavirus. Source: AAP

د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن له اسټراليايانو وغوښتل ترڅو دې غير ضروري سفرونه بند کړي او له يو ايالت څخه بل ايالت ته سفر کول هم يواځې ضروري دلايلو له مخه دې ترسره شي.

لومړي وزير وويل، نن شپه د اسټراليا کابينه ناسته کوي ترڅو لا نورو سختو تدابيرو باندې خبرې او پريکړه وکړي.

د اسټراليا ويکټوريا او نيو ساوت ويلز ايالتونو مشران له کابينې څخه د يادو دوو ښارونو بشپړ تړلو غوښتنه کړې او ګومان کيږي چې ياد دوه ښارونه به نږدې راتلونکې کې وتړل شي او تړلو ځايو کې به ښوونځي هم شامله وي.

لومړي وزير وايي، ځيني اسټراليايان د کرونا وايروس جدي نه نيسي کوم چې ډير خواشينونکی ده او همدا وجه ده چې حکومت با لا ډير سختي وضع کړي او هم يې د ايالتونو له حکومتو غوښتي ترڅو د حکومت تګلارې دې ښه شکل سره پلي کړي.
د ټازمانيا او جنوبي اسټراليا ايالتونو غير ضروري سفر کولو پر وړاندې خپلو پولو تړلو اعلان وکړ بله خوا مرکزې ښار کنبيرا او شمال سيمې هم د غير ضروري سفر  کولو پر وړاندې خپلو پولو تړلو پريکړه وکړه.

له اسټراليايانو د چکر او نور غير ضروري تګ راتګ  نه کولو غوښتنه شوې.

اقتصادي تدابير

د اسټراليا حکومت د اقتصاد حرکت لپاره يې ۶۶ ميلياردو ډالرو اعلان وکړ.

حکومت لس ورځې وړاندې يې د ۱۷ ميلياردو ډالرو اعلان کړی وه ولې نن يې ۶۶ ميليارده ډالرو مرستې اعلان وکړ.

د اسټراليا حکومت خزانه دار جوش فريدينبرګ وويل، د اسټراليا اقتصاد ته خطر لا نور هم جدي او ژور شوی.

دا پيسې چاته ورکول کيږي؟

د حکومت نوو تدابيرو له مخه ټولو بې کاره اسټراليايانو ته او يا لدې وروسته چې بې کاره کيږي په هرو دوو اونيو کې ۵۵۰ ډالر د شته مرستو ترڅنګ اعضافي پيسې ورکول کيږي.

دا پيسې، JobSeeker, Youth Allownce Jobseeker, Parenting Payment, Special Benefit  برخو ته ورکول کيږي.

دا مرستې راتلونکو شپږو مياشتو لپاره ورکول کيږي او حکومت ته به ټوله کې ۱۴.۱ ميليارده ډالر لږښت ولري.

هغه کسان کوم چې د کرونا وايروس له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ کيږي کولی شي خپل تقاعد، يا سوپر انويشن څخه تر لس زرو ډالرو پرته له کوم ماليې ترلاسه کړي. او که اړتيا وي نو همدا کسان راتلونکي کال کې هم په همدې اندازه پيسې خپل له تقاعد څخه ويستلی شي.

د اسټراليا ايالتونو کې د کرونا تائيد شوې پيښې په لاندې شمير دي.

نيو ساوت ويلز: ۵۳۳

وکټوريا: ۲۹۶

جنوبي اسټراليا: ۶۷

ټازمانيا: ۱۶

کوينزليند: ۲۵۹

شمالي اسټراليا:۵

لويديځ اسټراليا:۹۰

کنبيرا:۱۹

ټول اسټراليا کې د کرونا تائيد شوې پيښې ۱۲۸۵ ته ورسيدې.

 

 

د کرونا وايروس نښې له يو عادي شکل څخه تر نمونيا يا سينه بغل چې په هغې کې ساه تنګي وي ليدل کيږي

د کرونا وايروس نښو کې تبه، ټوخی، ستونې درد، سست والی او ساه تنګي شامله وي.

که تاسې له بهر څخه اسټراليا ته راغلي اوسئ او ۱۴ ورځو کې دننه دا نښې ځان کې وګورئ او يا له داسې يو کس سره نږدې اړيکه کې وئ کوم چې د کرونا وايروس يې لرلی وي نو داسې حالاتو کې روغتيايي مرسته ترلاسه کړئ.

که تاسې سوچ کوئ چې د کرونا وايروس لرئ خپل ډاکټر ته مخکې له تګ څخه ټليفون وکړئ او يا د کرونا وايروس لپاره د مرستې ملي شميرې ته ۱۸۰۰۰۲۰۰۸۰ زنګ ووهئ.

 

 

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS, SBS Pashto

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service