اسټراليا څخه بهر سفر کولو باندې بنديز ولګيد

د اسټراليا لومړي وزير اعلان وکړ چې لدې وروسته به هيڅ يو اسټراليايي له اسټراليا څخه بهر سفر کولو اجازه نه لري او نه هم يو ځای کې چې سر يې پټ وي له ۱۰۰ ډير خلک راټوليدلی شي.

Qantas plane

Qantas Airways Limited is the flag carrier of Australia Source: AAP

 د اسټراليا فدرال حکومت د کرونا وايروس وبايي حالت ته په کتو او اسټراليا کې د مبتلا کسانو شمير چټکۍ سره لوړيدو مخنيوي لپاره له اسټراليا څخه بهر سفر کولو باندې بنديز ولګيد او هم ټولو هغو غونډو او ناستو باندې بنديز ولګيد کوم چې غير ضروري وي او پکې له ۱۰۰ ډير کسان ګډون کوي او دا ټول بندو ځايو کې وي.

اسټراليا کې دا مهال پر کرونا وايروس د مبتلا کسانو شمير شاوخوا ۵۰۰ تنو ته ورسيد.

تيرو ۲۴ ساعتو کې يوازې د نيو ساوت ويلز ايالت کې شاوخوا ۵۷ نوې پيښې ثبت شوي چې لدې سره ياد ايالت کې د ټولو مثبتو پيښو شمير ۲۶۷ تنو ته ورسيد.

لومړي وزير سکاټ موريسن د چهار شنبې په ورځ دا سخت تدابير اعلان کړل او د اسټراليايانو ټوله نړۍ ته پر سفر کولو بنديز ولګيد.

سکاټ موريسن وويل، دا د اسټراليا تاريخ کې لومړۍ ځل دی چې داسې تدابير وړاندې کيږي.

.لومړي وزير دا هم وويل چې ښوونځي  او عامه ټرانسپورټ به نورمال حالت کې فعاليت کوي

له اسټراليايانو غوښتل شوي ترڅو دې له يو بل سره ۱.۵ متره فاصله غوره کړي

لومړي وزير د ښوونځيو نه تړلو په اړه وويل، ډير لږ شمير ماشومان پر کرونا وايروس مبتلا کيږي او له والدينو يي وغوښتل، که مو ماشوم ناروغ وي ښوونځي ته يې مه ليږئ.

The Federal Government has ordered Australians not to travel for the first time in the nation's history.
حکومت آسترالیا برای نخستین بار در تاریخ کشور به شهروندانش دستور داده به خارج سفر نکنند. Source: AAP

ښاغلي وويل، اسټراليا د کرونا وبا سره مبارزې لپاره د ۶ مياشتو او يا له هغې څخه ډير وخت لپاره تدابير نيولي.

ښاغلي وويل، مونږ غواړو اسټراليا فعاله وساتو، ولې داسې به نه بريښي چې فعاله به ښکاري ولې مهمه داده چې داسې پلانونه پلي کړو کوم چې دوامداره او ګټور وي.

 

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now