Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

۱۵ کلن افغان لوبغاړی د اسټراليا کريکټ ليګ کې واخيستل شو

د اسټراليا کريکټ بيګ باش ليګ چې د نړۍ يو له نامتو ليګونو څخه دی هر کال د داخلي او نړيوالو لوبغاړو په شتون کې پر مخ اچول کيږي او دا لوبې د اسټراليا په ګډون نړيوال مينه وال لري.

Noor Ahmad
Source: ICC

افغان کريکټ لوبغاړو لپاره د اسټراليا ليګ يو له مهمو ليګونو څخه شميرل کيږي او هر کال يو شمير تکړه افغان لوبغاړي په ياد ليګ کې لوبيږي.

د اسټراليا داخلي کريکټ ليګ د روان کال ډيسمبر مياشت له ۳ نيټې څخه پيليږي او د  ۲۰۲۱ کال فبروری مياشت ۶ نيټې پورې دوام وکړي.

ياد ليګ کې د ملبورن رينيګيډ لوبډلې محمد نبي، اډيليډ سټرايکرز راشد خان، بريزبن هيټ مجيب رحمن ته لا دمخه قراردادونه ورکړل ترڅو ياد ليک کې ولوبيږي.

په يو بې ساري ګام کې د ملبورن رينيګيډ لوبډلې  ۱۵ کلن افغان توپ اچوونکي نور احمد سره قرارداد لاسليک او نوموړي ته يې اسټراليايي کريکټ ليګ کې لوبيدو بلنه ورکړه.

نور احمد چې په کال ۲۰۰۵ کې په کابل ښار کې زيږيدلی له د اسټراليا داخلي لوبډلې ملبورن رينيګيډ سره يې قرارداد لاسليک کړ او ټول بيګ باش کريکټ سياليو کې به له يادې لوبډلې سره يوځای وي.

ويل کيږي چې د جنوبي افريقا توپ اچوونکی عمران طاهر به له کريسمس وروسته د نور احمد پر ځای يادې لوبډلې ته لوبه کول پيل کړي.

نور احمد لدې وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو نړيوال جام کې لوبيدلی او ټوله کې يې ۱۵ شل اوريزې لوبې ترسره کړي.

د رينيګيډ کرکټ کلب روزونکی مايکل کلينګر وايي، نور احمد يې له تير يو څخه له نږدې څاره او د هغه توپ اچونې مهارت ته په کتو ورته اسټراليا کې لوبيدو قرارداد ورکړل شو.

د ښاغلي په وينا نور احمد نوی او ډير مهارت لرونکی لوبغاړی دی او مونږ لپاره يې ستره ګټه داده چې د نور احمد په اړه ډير خلک معلومات نه لري.

راشد خان او محمد نبي چې دواړو لا دمخه د اسټراليايي کريکټ کلبونو قرارداونه ترلاسه کړي د نور احمد راتګ هر کلی کوي

 

محمد نبي، راشد خان، مجيب الرحمن او قيس احمد تير کال د اسټراليا کريکټ ليګ لوبو کې ښه وځليدل او روان کال يادو لوبغاړو ته يو ځل بيا قراردادونه ورکړل شول.

د جنوبي افريقا  توپ اچوونکی عمران طاهر به د روان کال ۲۵ ډيسيمبر وروسته له ملبورن رينيګيډ لوبډلې سره يوزای شي.

داسې ويل کيږي چې نور احمد د عمران طاهر پر ځای تر ډيسيمبر مياشت وروستيو پورې ملبورن رينيګيډ لوبډلې ته لوبيږي.

 

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto, Abdullah Alikhil

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now