اسټراليا کې ساينس پوهانو پر ۱۳۱ کسانو د کويډ-۱۹ واکيسن ازمايښت وکړ.
اسټراليايي ساينس پوهان وايي، لومړيو کې دا واکسين پر حيواناتو ازمايل شوی او پر هغو يې ښه نتيجه ورکړې نو ځکه ډاډمن دي ترڅو پر انسانانو يې پايلې مثبتې وي.
دا واکسين پر ۱۳۱ رضا کارو اسټراليايانو د کومو عمرونه چې د ۱۸ او ۵۹ کلونو ترمينځ دي د اسټراليا بريزبن او ملبورن ښارونو کې ازمايل کيږي.
دا څيړنه د امريکايي کمپنۍ NOVAVAX تر څارنې لاندې ترسره کيږي.
اسټراليايي ساينس پوه ډاکټر پاول ګريفين له ۹ ټلويزيوني شبکې سره خبرو دوران کې وويل،اوس وخت کې ددې واکسين ازمويل د خوښی خبر ده، ښاغلی وايي روغ اسټراليايان به دا واکسين ترلاسه کوي او بيا به د هغوی حالت څارل کيږي.

د NOVAVAX کمپنۍ به د واکيسن پايلې تر جولای مياشت پورې معلوموي او له هغې وروسته به دا واکسين پر کرونا ويروس اخته کسانو ازمايل کيږي، پر کرونا ويروس مبتلا کس د ياد واکسين، مثبتې اغيزې او يا جانبي عوارض به هم څارل کيږي.
که چيرې دا واکسين کامياب شي نو د کال پای پورې به د هغې جوړول او پر هيوادونو يې ويش پيل شي.

