لومړۍ ډله ژغورل شوي آسټرالیایان او ویزه لرونکي افغانان پرت ښار ته را ورسېدل

لسګونه آسټرالیایان او د دغه هېواد ویزه لرونکي افغانان د آسټرالیا پرت ښار ته را ورسېدل. دغه کسان مخکې لدې چې خپلو کورونو ته ولاړ شي باید ۱۴ ورځې په هوټل کې قرنطین شي.

Evacuees from Afghanistan are seen arriving at the Hyatt hotel in Perth, Friday, 20 August, 2021.

Evacuees from Afghanistan are seen arriving at the Hyatt hotel in Perth, Friday, 20 August, 2021. Source: AAP

مهم ټکي:

  • له افغانستان څخه د ژغورل شویو آسټرالیایانو او افغانانو لومړۍ ډله پرت ښار ته را ورسېده.
  • شاوخوا ۹۰ کسان په لومړني پرواز کې پرت ښار ته را رسېدلي دي
  • مخکې لدې چې دغه کسان خپلو کورونو او ښارونو ته ولاړ شي باید ۱۴ ورځې په هوټل کې قرنطین شي
  • هغه کسان چې له آسټرالیایانو سره یې په افغانستان کې کار کړی اووسي‌ او د دفاع وزارت تصدیق ولري هم آسټرالیا ته راوستل کېږي
د طالبانو لخوا د کابل ښار له نیول کېدلو وروسته، د آسټرالیایانو او د دغه هېواد د وېزه لرونکو لومړنی ډله د دغه هېواد پرت ښار ته را ورسېده.

راپورونه ښيي چې په دغه پرواز کې شاوخوا ۹۰ تنه  آسټرالیایانو او د دغه هېواد د وېزه لرونکي افغانان له دوبۍ څخه پرت ښار ته را رسېدلي. دغه کسان په تېرو ۲ ورځو کې له کابل څخه متحده عربي اماراتو ته انتقال شوي وه.

دغه کسان په پرت ښار کې خپلې دوه اوونۍ قرنطین تېروي او له هغه وروسته بیا کولای شي خپلو ښارونو او کورونو ته ولاړ شي.
د آسټرالیا لومړی وزیر سکاټ موریسن وايي چې د لویدیځې آسټرالیا له حکومت سره په ګډه کار کوي ترڅو دغو کسانو ته روغتیايي خدمتونه برابر شي.

د ژغورل شویو کسانو لومړۍ ډله پرت ته رسېدلې، مګر د آسټرالیا له نورو ایالتونو څخه هم غوښتل کېږي ترڅو پدې پروګرام کې مرسته وکړي.

له هغو افغانانو څخه چې له آسټرالیایانو سره یې په افغانستان کې کړی غوښتنه شوې ترڅو آسټرالیا ته د ژغورنې لپاره تیارۍ ونیسي. د آسټرالیا د کډوالو چارو وزیر الیکش هاوک وايي‌، هغه کسان هم آسټرالیا ته راوستل کېږي چې د دفاع وزارت تصدیق لري.

په تېرو ۲۰ کلونو کې په سلهاوو افغانانو له آسټرالیایانو سره د ترجمان، امنیتي‌ امنیتي‌او په نورو برخو کې کارونه کړي چې تر دې دمه له ۱۸۰۰ زیات کسان د افغان لي پروګرام له لارې آسټرالیا ته راوستل شوي

اوسمهال په افغانستان کې پاتې افغان ژباړونکي د خپل ژوند او راتلونکې په اړه اندیښمن دي او د آسټرالیا له حکومت څخه غوښتنه لري ترڅو ژر تر ژره دوي ته ویزې ورکړي‌ او آسټرالیا ته یې انتقال کړي.

دوه ورځې وړاندې د آسټرالیا حکومت اعلان وکړي چې شاوخوا ۳۰۰۰ زیانمو افغانانو ته هم ویزې ورکړي. 

د آسټرالیا د کډوالو چارو وزیر الیکس هاوک وايي چې دغه ویزې "د استرالیایانو د کورنۍ غړو ، اقلیتونو لکه ښځو او نجونو، ماشومانو، هزاره ګانو او نورو زیان منونکو" ډلو ته ځانګړې شوي.
د آسټرلیا حکومت له ۲۰۱۳ کال راهیسې د آسټرالیا د بشردوستانه پروګرام له لارې شاوخوا ۸۵۰۰  افغانانو ته د آسټرالیا ویزې ورکړي.

په دغه ډله ۱۸۰۰ هغه ترجمانان او محلي کار کوونکي شامل دي چې له آسټرالیا سره یې به افغانستان کې مرسته کړې.

منبع اس بی اس نیوز


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: AAP, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
لومړۍ ډله ژغورل شوي آسټرالیایان او ویزه لرونکي افغانان پرت ښار ته را ورسېدل | SBS Pashto