شاوخوا درې اوونۍ مخکې کله چې طالبان کابل ته داخل شول او بهرنیو ځواکونو د خپلو خلکو د ژغورلو عملیات پیل کړل، ټول داخلي او بهرني پروازنه په افغانستان کې و درول شول.
د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د کابل نړیوال هوايي ډکر د الوتنو لپاره فعاله نه وه، له همدې امله د قطر او ترکیې هېواد تخنیکي ډلو د هوايي ډګر د بېرته فعالولو لپاره کابل ته سفر وکړ او په کار یې پیل وکړ.
تېره ورځ د کابل له هوايي ډګر څخه د قطر هوايي شرکت لومړنی پرواز د قطر پلازمینې دوحې ښار ته ترسره شو.
د الجزیرې شبکې په یوه خبر کې راغلي چې له ۱۰۰ زیات مسافر له کابل څخه د قطر هېواد ته رسیدلي دي چې په دغه ډله کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

د دغه سفر له ترسره کېدلو وروسته د سپینې ماڼۍ لخوا یوه اعلامیه خپروه شوې او په هغې کې راغلي چې پرون دکابل له نړیوال هوایيډګر څخه یوه الوتنه په بریالیتوب ترسره شوه چې یو شمېر امریکایي وګړي هم پکې وو.
"مونږ تاییدولی شو چې الوتکه په خوندي ډول قطر ته رسیدلې ده. مونږ د حامد کرزي په هوايي ډګر کې د عملیاتو اسانولو او د چارټر الوتنو خوندیتوب ډاډمنولو کې د مرستې لپاره د قطر له دوامداره هڅو څخه مننه کوو."
څو ورځې وړاندې په افغانستان کې دایمي پروازونه هم پیل شول، تمه کېږي ترڅو ډېر ژر د نړۍ نورو هېوادونو ته هم نړیوال پروازونه پیل شي.
تر دې وړاندې طالبانو د نړۍ ۱۰۰ هېوادونو ته ویلي وه چې د اګسټ له ۳۱ وروسته به هم هغو کسانو ته د سفر اجازه ورکړي چې قانوني اسناد لري.

