پنځه کارونه چې تاسو یې د خپلې روغتیا او هوساینې د ښووالي لپاره کولای شئ

د روغتیا او هوساینې د ساتلو لپاره یو شمیر فعالیتونه شتون لري چې د غفلت په صورت کې تاسو ته په فزیکي او ذهني توګه زیان رسولی شي.

Cette histoire fait partie de l'initiative Mind Your Health de SBS.

Cette histoire fait partie de l'initiative Mind Your Health de SBS. Source: iStockphoto / DisobeyArt/Getty Images/iStockphoto

د فزیکي فعالیت او روغتیا برخې پروفیسوره، این ټیډیمن وايي، فزیکي فعالیت او د متوازن رژیم ساتل دوه هغه شیان دي چې تاسو یې هره ورځ د ښې روغتیا ساتلو لپاره کولی شئ.

ددې ترڅنګ، د الکولو د مصرف محدودول، د سګرټو کمول او ټولنیزې اړیکې هم مهمه رول لوبوي.
  1. فزیکی فعالیت
پروفیسور ټیډیمن وایي، ډیری شواهد شتون لري چې فزیکي فعالیت نه یوازې فزیکي، رواني او ټولنیزې روغتیا ته وده ورکوي، بلکې په زاړه عمر کې د ناروغۍ د پیل مخه نیسي.

د دې په اړه چې یو فرد باید څومره فزیکي فعالیت ولري، اغلې ټیډیمن د نړیوالې روغتیا سازمان لارښوونو ته اشاره کوي، کوم چې د خلکو عمر پورې اړه لري او دا چې یو شخص اوږدمهاله ناروغي یا معیوبیت لري او که نه؟

هغه وایي: "د فزیکي فعالیت اصلي پیغام دا دی چې دا د هرچا لپاره ښه دی، مهمه نده چې موږ په کوم عمر کې یو یا هم معلولیت لرو."

"او حتی که تاسو نشئ کولی د فزیکي فعالیت مقدار پوره کړئ چې په لارښوونو کې وړاندیز شوی ، موږ له ریښتیني روښانه څیړنو څخه هم پوهیږو چې هر ډول تمرین یا فزیکي فعالیت ګټور دی."

نوموړې وایي چې فزیکي فعالیت کولی شي په مختلفو بڼو واوسېږي او اړتیا نشته ترڅو یو منظم سپورت یا تمرین وي.
  1.  متوازن رژیم ساتل
پروفیسور ټیډیمن وايي چې د اوږدمهاله ناروغیو خطر عوامل کمولو او د چاغوالي خطر کمولو لپاره د متوازن رژیم ساتل مهم دي.

ستاسو په رژیم کې ښه تغذیه، ستاسو د بدن په تغذیه کولو ، هډوکو قوي ساتلو او د انرژۍ ترلاسه کولو لپاره ښه ده.

"دا ټول شیان په رښتیا مهمه دي ، متوازن خواړه خوړل ، نه ډیر پروسس شوي خواړه او نه ډیر بوره لرونکي خواړه ، کوم چې اوس په ټولنه کې یوه لویه مسله ده."

د آسټرالیا د رژیم لارښوونې د خوړو ډولونو او مقدارونو ، د خوړو ګروپونو او د رژیم نمونو په اړه معلومات وړاندې کوي.

دا آسترالیایان هڅوي ترڅو د خوړو د پنځو ګروپونو له ډلې څخه د مختلفو ډولونو له مغذي خوړو څخه خوند واخلي ، پداسې حال کې چې د هغو خوړو مصرف محدودوي چې غوړ ، اضافي مالګه، بوره او الکول لري.

3. خپل الکول محدود کړئ او سګرټ پرېږدئ

د الکولو محدودولو او سګرټ څښلو په اړه پروفیسور ټیډمن وايي: "موږ پوهیږو چې دا واقعا د ډیریو ناروغیو لپاره د ژوند طرزالعمل د خطر فکتورونه دي."

د روغتیا نړیوال سازمان لخوا خپاره شوي معلومات ښیي چې د الکولو مصرف هر کال په ټوله نړۍ کې د ۳ ملیونو انسانانو د مړینې او همدارنګه د میلیونونو خلکو د معلولیت او خرابې روغتیا لامل ګرځي.

د اسټرالیا د روغتیا او هوساینې انسټیټیوټ (AIHW) معلومات ښیې چې په ۲۰۲۰ کال کې د الکولو له امله ۱۴۵۲ مړینې ثبت شوي چې اکثریت (۷۳ سلنه) یې نارینه وو.

د اسټرالیا د الکولو د استعمال لارښود چې په ۲۰۲۰ کال کې بیاکتنه ورته شوې، د الکول څښلو څخه د روغتیا خطرونو کمولو لپاره د مصرف لپاره لارښوونې ترتیب کړي.

دا د یو کس د ژوند اټکل او د ژوند کیفیت هم کموي، پداسې حال کې چې د ډیری شرایطو او ناروغیو خطر او همدارنګه د وخت څخه مخکې د مړینې خطر زیاتوي.

4. ټولنیزې اړیکې ساتل

پروفیسور ټیډیمن وايي، یوازیتوب په ټولنه کې یوه "لویه ستونزه" ده، او دا حتی هغه وخت پیښېدای شي کله چې یو څوک شاوخوا خلک هم له ځان سره ولري، ځکه چې ډیری وختونه د "اړیکو د نشتوالی" ستونزه شتون لري.

"دا ستاسو د شاوخوا خلکو سره د اړیکې احساس کولو او د ټولنې سره د تړاو احساس کولو په اړه دی چې موږ پکې ژوند کوو.

هغه وايي اړیکه په بېلابېلو لارو ټینګېدای شي ، پشمول د رضاکارانه او په ټولنه کې فعاله پاتې کېدل.

مګر هغه وایي، ځینې خلک له یوازیتوب څخه خوند اخلي.

"حتی که [دا افراد] یوازې وي، دوی لاهم د نورو وسیلو له لارې دا اړیکه لري."

د بیانډ بلو اداره وړاندیز کوي ترڅو خلک له بېلابېلو لارو لکه سکایپ، زوم، میلمستیاوو، فامیلي ناسو له لارې له یو بل سره په اړیکه کې اوسي.

5. د خپل ځان او هغه چا ساتنه وکړئ چې درته مهمه دي

د کرونا وېروس د قرنطین ورځې یوه ښه بیلګه ده چې ولې باید تاسو خپلو ملګرو او کورنۍ ته پاملرنه وکړئ.

آغلې ټېډمن وایي: "زه فکر کوم چې دا په رښتیا مهمه ده. زه خپل ځان پیژنم، د مثال په توګه، زه پوهیږم چې د قرنطین پرمهال دا څومره مهمه و چې ستاسو د زړو والدینو پاملرنه وکړئ او ډاډ ترلاسه کړئ چې د دوي ضروریات مو پوره کړي."

"مګر تاسو ډیری وختونه نه پوهیږئ چې تاسو له ډېر فشار او اضطراب سره مخ یاست. نو، یوازې د خپل ځان ساتنه وکړئ، او ډاډ ترلاسه کړئ

چې تاسو د خپل ځان د هوساینې لپاره کارونه کوئ، او دا خورا مهم دی."

لوستونکي کولای شي د لایف لاین له ادارې سره ۲۴ ساعته، ۷ ورځې په اوونۍ کې په ۱۴ ۱۱ ۱۳ شمېره په تماس کې شي.

د سیوساید کال بک خدمتونو ته په ۴۶۷ ۶۵۹ ۱۳۰۰ شمېره زنګ وهلی شي.

د ماشومانو د خدمتونو لپاره ۱۸۰۰ ۵۵ ۱۸۰۰ شمېرې سره اړیکه نیولی شي.

د لا ډېرو معلوماتو لپاره د بیانډ بلو او لایف لاین ادارې له وېب پاڼو څخه لیدنه کولای شئ.

د Embrace Multicultural Mental Health  اداره د مختلفو کلتورونو او ژبو له خلکو سره د رواني روغتیا په برخه کې مرسته کوي.

شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service