د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البنیزي، مرستیال لومړي وزیر ریچارډ مارلز، د بهرنیو چارو وزیرې پني وانګ او د کډوالۍ وزیر ټوني برک په یوه ګډه اعلامیه کې ويلي چې فکرونه یې د افغانستان له خلکو سره دي، چې لا هم د طالبانو لخوا له تاوتریخوالي ډکې ځپنې سره مخ دي.
په دغه اعلامیه کې چې نن خپره شوې راغلي چې طالبان به د خپلو کړنو په اړه حساب ورکولو ته اړ کړي .
په اعلامیه کې راغلي: "د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو واک ته رسېدل د افغانستان لپاره یو ویجاړونکی بدلون و "
"د طالبانو له خوا د بشري حقونو روانې سرغړونې، په شمول د هغو سیستماتیکو هڅو چې ښځې او نجونې له عامه ژوند څخه د زدهکړې او کارموندنې له فرصتونو څخه محروموي او د هغوی د وړتیاوو د څرګندولو مخه نیسي، د منلو وړ نه دي."
په اعلامیه کې د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو او ملکي پرسونل د څه باندې ۳۹ زره کسانو زړورتیا، ونډه او قربانۍ ستایل شوي چې په افغانستان کې یې د ۲۰ کلونو په اوږدو کې په عملیاتو کې برخه اخیستې یا یې له دغو عملیاتو ملاتړ کړی دی.
اعلامیه زیاتوي چې د افغانستان خلک د نړۍ یو له تر ټولو سختو بشري ناورینونو سره مخ دي او اسټرالیا له ۲۰۲۱ کال راهیسې له افغانستان سره ۳۱۰ میلیونه ډالره بشري مرسته کړې ده.
پنځه کاله وړاندې، د اګست په ۱۵مه، په افغانستان کې جمهوري نظام سقوط وکړ او طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل.
په تېرو پنځو کلونو کې د حکومتولۍ، اقتصاد، بشري حقونو، مدني ازادیو او رسنیو په ګډون، په بېلابېلو برخو کې پراخ بدلونونه راغلي دي. خو د نړیوالو څارونکو بنسټونو، لکه د ملګرو ملتونو، د رسنیو د ملاتړ سازمانونو، د ښځو د حقونو فعالانو او د ډیموکراسۍ پلویو ډلو راپورونه ښيي چې په ډېرو برخو کې شاتګ شوی او ډېری دغه بدلونونه له نړیوالو منل شویو قوانینو، د ازادۍ او بشري حقونو له اصولو او معیارونو سره په ټکر کې دي.
د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو راهیسې، د نړیوالې ټولنې غوښتنې چې ډیری د ښځو پر حقونو، ټول ګډونه حکومت او د رسنیو او مدني ټولنې ازادۍ پورې تړلې دي، نه دي منلي.
د ملګرو ملتونو په ګډون، د یو شمېر نړیوالو سازمانونو راپورونه ښيي چې طالبانو نه یوازې دا چې دا غوښتنې رد کړې، بلکې پر خلاف یې د مدني او بشري حقونو د محدودیتونو لمن نوره هم پراخه کړې ده.
د اس بي اس پښتو راپورونه او مرکې دلته اورېدلی شئ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونو اورېدلو ته دوام ورکړئ.
د اسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورې موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

