د افغان سولې بنسټ (Afghan Peace Foundation) په هڅو د آسټرالیا په فدرال پارلمان کې د لومړي ځل لپاره نورو ولمانځل شو.
د نوروز په مناسبت په جوړ شوي پروګرام کې د پارلمان یو شمېر غړو، ډیپلوماټانو او د ټولنې غړو ګډون کړی وه.
نوروز هر کال د افغانستان په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې لمانځل کېږي، خو دا لومړی ځل دی چې نوروز د آسټرالیا د پارلمان د ودانۍ دننه په یوې ځانګړې خونې کې لمانځل کېږي.

د افغان سولې بنسټ مشره طاهر نصرت وايي، د لومړي ځل لپاره د فدرال پارلمان په ودانۍ کې د نوروز لمانځل په آسټرالیا کې د کلتوري تنوع د پیژندلو او منلو او په ټولنه کې د هماهنګۍ او یو ځای کیدو د ودې لپاره یو مثبت ګام دی.
هغې اس بي اس پښتو ته ویلي چې د لاندې ټکو له امله یې احساس کړی چې باید نوروز په پارلمان کې ولمانځل شي:
۱. کلتوري تنوع: د آسټرالیا په ټولنه کې د کلتوري تنوع او ټول شمولیت اهمیت په ګوته کوي.
۲. د پلونو جوړول: د مختلفو ټولنو تر منځ د پلونو د جوړولو او د مختلفو کلتورونو او دودونو لپاره د تفاهم او درناوي د ودې فرصت برابروي.
۳. د یووالي سمبول: دا د دې متنوع ډلو ترمنځ د یووالي او پیوستون سمبول دی.
۴. سیاسي اهمیت: په فدرال پارلمان کې د نوروز جشن لمانځلو ته په آسټرالیا کې افغاني ټولنې ته د ښه نیت په توګه هم لیدل کیدی شي او دا ښيي چې زموږ کلتوري میراث ته د دولت په لوړه کچه ارزښت ورکول کېږي او درناوی کېږي.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

