جون مياشت ۹ نيټې راهيسې لومړي ځل لپاره ويکټوريا ايالت کې د کرونا ويروس هيڅ يوه مثبته پيښه او هم مړينه نده ثبت شوې.
ملبورن ښار په تيرو ۱۴ ورځو کې د د نوو پيښو ۳.۶ اوسط سره مخ دی او دا مهال ۱۰-۲۳ داسې پيښې دي کوم چې اوکتوبر مياشت کې ريکارډ شوي او منبع يې نده معلومه.
د اسټراليا لرې پرتو سيمو کې بيا د تيرو ۱۴ ورځو اوسط ۰.۲ پيښې دي.
The corresponding figures for regional areas are 0.2 and zero.
هغه کورنۍ د کوم له لاسه چې د ملبورن ښار شمال کې د کرونا ويروس پيښې ډيرې شوې وايي، د روغتيا چارواکو ورته د کور پريښودلو سمه لار ښوونه نه کړې او د چارواکو په وينا يې چې کله ماشومان ښوونځيو ته وليږل نو هغوی نورو ماشومانو ته د کرونا ويروس وليږدوه.
ياد ايالت کې د روغتيا چارواکي يوه کورنۍ داسې مهال کرونا ويروس څخه پاکه اعلان کړې وه چې ماشومان يې لا هم په ياد ويروس اخته ول.
د ويکتوريا ايالت مشر ډينيل انډريوس د يکشنبې په ورځ وويل، د ملبورن ښار شمال کې چيرې چې د کرونا ويروس پيښې ډيرې شوې له هغه ځايه د ۱۰۰۰ کسانو کويډ-۱۹ معاينې پايلو ته په تمه دی ، مخکې لدې چې ملبورن کې لا نور محدوديتونه لرې کړي.
اسټراليا کې خلک بايد له يو بل څخه ۱.۵ متره واټن ولري. که شته محدوديتونو په اړه پوهيدل غواړئ نو خپل د ايالتونو روغتيا څانګو څخه معلومات ترلاسه کړئ. که زکام ورته نښې لرئ، يا کور کې پاتې شئ او يا هم د کرونا ويروس معاينه وکړئ.
اس بي اس په ۶۳ ژبو معلومات خپروي چې لدې لينک له لارې يې لوستلی شئ.
sbs.com.au/coronavirus.
شریکول

