د استرالیا د دفاعي ځواکونو (ADF) یو پخوانی غړی د سېډني په هوایی ډګر کې نیول شوی دی.
دغه ۴۷ کلن سړی د سې شنبې په ورځ د اسټرالیا د فدرالي پولیسو او د ځانګړي پلټونکي دفتر (OSI) له ګډو عملیاتو وروسته توقیف شوی دی.
د ځانګړي پلټونکي دفتر یا او اس ای چې په ۲۰۲۱ کال کې تاسیس شوی، د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو (ADF) پرسونل لخوا د ترسره شويو جنګي جرمونو تورونه څېړي او له فدرالي پولیسو سره یوځای کار کوي ترڅو د جرمي تعقیب لپاره دوسیې چمتو کړي.
په دې اړه لا ډېر معلومات به وروسته تاسو ته خپاره شي.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.
