د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له فیسبوک پاڼې څخه په یوه خپاره شوي پیغام کې له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه شوې ترڅو د طالبانو حکومت په رسميت وپېژني، مګر د پخواني ولسمشر پر ټویتر پاڼه په یوه خپاره شوي پیغام کې راغلي چې د نوموړي د فیسبوک حساب هک شوی دی.
"د ډاکټر محمد اشرف غني د فيسبوک رسمي پاڼه له پرون راهیسي هک شوې ده. د پاڼې د بيا ترلاسه کولو پورې لدغې پاڼې نشر شوي ټوله محتوا د اعتبار وړ نده."

د ښاغلي غني له هک شوې فیسبوک پاڼې څخه په خپاره شوي پیغام کې راغلي چې: "نړیوال ددې پر ځای چې د افغانستان د ملت څخه لري شي باید د اوسني حکومت سره تعامل وکړي، ددوی سره مرستي وکړي، د افغان ولس کنګل شوې بودیجه ورکړي او په رسمیت یې وپېژني."
"نړیوال باید درک کړي که سوکاله او امن افغانستان غواړي نو دي د دوستۍ لاس ورکړي؛ په دښمني یې تر خپل اغیز لاندي نه شي راوستلای لکه څرنګه چې په تېرو شلو کلونو کې ورته تجربه شول."
"کیدای شي زما د نظریاتو سره زما ځیني دوستان موافق نه وي خو زه تاسي ته معلوم یم چې سپیني خبري کوم. نن چې ښاغلی اسحاق زی زما په نمایندګي یا د افغانستان په نمایندګي خبري کوي زه واقعاً د شرم احساس کوم."


