SKIP TO MAIN CONTENT

د طلوع ټلويزيون پخوانی خبريال په چاودنه کې ووژل شو

د طلوع ټلويزيون پخوانی خبريال او سياسي خپرونو چلوونکی په يو بريد کې ووژل شو.

Former Afghan TV anchor Yama Siawash has been killed in a bomb blast.
Former Afghan TV anchor Yama Siawash has been killed in a bomb blast. Source: Facebook

1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: AAP, SBS



Skip to article content

کابل کې د طلوع ټلويزيون پخواني خبريال يما سياوش موټر کې چسپکي بم لګولو سره نوموی له دوو نورو ملګرو سره ووژل شو.

د پوليسو وياند فردوس فرامرز په وينا د ياد بريد شاته وجه لا روښانه نده او د پيښې  پلټنه روانه ده. 

افغانستان کې د تاوتريخوالي پيښې ډيرې شوي او ننۍ پيښه پر کابل پوهنتون بريد څخه يواځې څو ورځې وروسته ترسره کيږي چې پکې ۲۲ کسان ووژل شول او ګڼ شمير نور ټپيان شول .

د بشر حقونو نړيوالو ادارو معلوماتو له مخه د سولې خبرو پيليدو سره افغانستان کې ۵۰ سلنه تاوتريخوالي کې ډيروالی راغلی.

دا بريدونه داسې مهال کيږي چې افغان چارواکي له طالبانو سره قطر کې د سولې خبرې پر مخ وړي او يادو خبرو تر اوسه ډيره لاسته هم نده لرلې.

د رپوټونو له مخه سياوش باندې چاودنه د نوموړي کور سره نژدې شوې او د نوموړي پلار او ورور لومړني کسان ول شې سوځيدلي موټر ته ورسيدل ولې موټر کې سپاره ټول کسان بريد کې وژل شوي ول.

 

 


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now