د استرالیا پخوانی سرتیری په افغانستان کې د جنګي جرمونو په تور ونیول شو

د استرالیا فدرالي پولیسو یو استرالیایي پخوانی پوځي په افغانستان کې د هغه ماموريت پر مهال د جنګي جرم په تور نیولی دی.

The Australian flag on an Australian Defence Force (ADF) uniform

A 41-year-old man was arrested in regional New South Wales and will face a regional court later today, the AFP said. Source: AAP

Key Points
  • د استرالیا فدرالي پولیسو ویلي چې یو ۴۱ کلن سړی یې د NSW په سیمه کې نیولی دی.
  • ادعا کیږي چې هغه افغانستان کې د اسټراليا پوځي ماموريت دوران کې یو افغان سړی وژلی دی.
  • د جنګي جرم (قتل) لپاره اعظمي جزا د عمر قید دی.
د استرالیا فدرالي پولیسو (AFP) یو پخوانی استرالیایي پوځي نیولی او تمه لري چې په افغانستان کې د دغه سړي ماموريت و په تړاو به هغه په جنګي جرمونو تورن شي.

د اسټراليا فدرالي پوليسو وویل چې دا ۴۱ کلن سړی په سیمه ایز NSW کې نیول شوی او نن به سیمه ایزې محکمې ته وړاندې شي.

اس بي اس نیوز په خپلواکه توګه د دې سړي هویت نه دی تایید کړی.

د AFP په وینا، دا پر نوموړي تور دی چې هغه په افغانستان ماموريت دوران کې يو افغان وژلی و.

د جنګي جرم (قتل) لپاره اعظمي جزا د عمر قید دی.

AFP نور څه ویلو څخه ډډه وکړه ځکه چې قضیه به محکمې ته وړاندې شي او تحقیقات روان دي.

د ادعا شویو جنګي جرمونو د څیړلو لپاره جوړه شوې اداره (OSI) سره یوځای د اسټراليا فدرالي پوليس په ګډه کار کوي چې په افغانستان کې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ د اسټراليا دفاعي پوځيانو لخوا د جنایي جرمونو تورونه وڅیړي.

دا رپوټ نورو معلوماتو ترلاسه کولو سره تازه کيږي.

شریکول

خپور شوی په

وړاندې کوونکی SBS Pashto
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service