عثمان کاکړ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړی او هم د پاکستان سنا مجلس استازی وه.
ويل کيږي نوموړی په کور کې غورځيدو وروسته د مغزو ضربه ليدلې او له څو ورځو راهيسې يې درملنه لومړی کويټه کې او بيا وروسته کراچی ښار کې ترسره شوه.
د عثمان کاکړ درملنې ته ځانګړي ګامونه پورته شول ولې سر کې د عملياتو او هم مغزو ژور ټپونو له امله نوموړي ساه ورکړه.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او هم د بلوچستان حکومت وياندويانو د عثمان کاکړ د مړينې خبر تاييد کړی.
شریکول

