په ملبورن ښار کې د کرونا وېروس ۴ نوې پېښې ثبت شوي

د وېکټوریا ایالت چارواکي وايي چې په ملبورن ښار کې د کرونا وېروس د نویو پېښو ثبت مونږ ته داخبره را یادوي چې وبا پای ته نده رسېدلې او آزموینه لا تراوسه پاتې ده.

Commuters are seen  wearing a face mask while using the  public transport in Melbourne.

Source: AAP

 د وېکټوریا ایالت د روغتیا وزیر مارټن فولی وايي چې د کرونا وېروس د ۲ نویو پېښو له ثبت سره د نویو پېښو شمېر څلورو ته رسېدلی دی.

تېره ورځ کله چې د وایټل سي سیمې یو اوسېدونکی د کرونا وېروس معاینې لپاره روغتون ته تللی وه تر هغه وروسته د کرونا وېروس د پېښې د شتون او ویروس د خپرېدو په اړه خلکو ته خبرداری ورکړل شوی وه.

راپورونه ښيي چې د یاد کس په کور کې یوه ښځه او ماشوم هم په کرونا وېروس اخته شوي.

Victorian Health Minister Martin Foley addresses the media during a press conference in Melbourne, on 22 November, 2020.
Victorian Health Minister Martin Foley Source: AAP

تېره اوونۍ د وېکټوریا ایالت روغتیایی چارواکو اعلان وکړ چې یو غلط سوپر مارکېټ یې د کرونا وېروس د خپرېدو د ځای په توګه نومولی وه. شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د وېکتوریا ایالت د ایپنګ سیمې د ولوورت مغازی مشتریانو ته خبر ورکړل شوی وه ترڅو د کرونا معاینه وکړي، مګر د تېرې جمعې په ورځ چارواکو اعلان وکړ چې هغه معلومات غلط وه له همدې امله د ایپنګ نارت سیمې د ولورت خلک باید د کرونا معاینه وکړي.

د ویکټوریا ایالت د روغتیا مشر ښاغلی فولی وايي چې د نویو پېښو ثبت مونږ ته دا خبره را په یادوي چې د کرونا وبا پای ته نده رسېدلې.

که غواړئ د هغو سیمو نومونه وګورئ چې په کرونا اخته کس شاید هلته سفر کړی اووسي نو مهرباني وکړي د وېکټوریا ایالت د روغتیا وزارت له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ.

You can find a list of current exposure sites on the Victorian government’s website.


شریکول

2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: AAP, SBS



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now