د مرکزي کوینزلنډ په یوه کور کې له اورلګېدنې وروسته د څلورو کسانو مړي موندل شوي دي.
دغه اور د پنجشنبې په ورځ د سهار له ۷ بجو مخکې په سیمه ییز ښارګوټي کې ولګېد چې له راکهمپټن ښار څخه شاوخوا ۲۷۰ کیلومتره لویدیځ لور ته پروت دی.
مړي د مرکزي کوینزلنډ د ایمېرلډ په سیمه کې له اور وژنې وروسته د بیړنیو خدماتو له خوا موندل شوي دي.
د کوینزلنډ د پولیسو یوه ویاند ویلي چې پولیسو او د اور د پلټنې څیړونکو د دغې پېښې په اړه څېړنه پیل کړې ده.
پولیسو لا تر اوسه د هغو څلورو کسانو د پېژندنې جزئیات نه دي خپاره کړي چې وژل شوي دي.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

