د نړۍ هيوادونو کې چارواکي د ځايي قوانينو او محدوديتونو پر ځای ساتلو لپاره له بيلابيلو لارو کار اخلي، ځيني بيا دا سزاوې بل حد ته وړي ترڅو د کرونا ويروس خپريدو مخنيوی وکړي.
پدې وروستيو کې له اندونيزيا څخه خپاره شوي انځورونه ښايي، چې هغه کسان تابوت کې اچول شوي کومو چې د کرونا ويروس شته قوانينو څخه سر غړونه کړې.
بله خوا اندونيزيا کې د مخ ماسک کارونې خلاف کمپاين کوونکي اړ ايستل شوي ترڅو له کرونا ويروس څخه مړو کسانو قبرونه وکيندي.
اندونيزيا هغه يوازينی هيواد ندی چې داسې سزاوې ورکوي، تاسو ته مو د نړۍ ځينو هيوادونو عجيبې سزاوې راخيستي.
اندونيزيا
تيره اونۍ ۸ کسانو چې د مخ ماسکونه نه وه اغوستي هغوی اړ ايستل شول ترڅو د کرونا ويروس څخه مړو کسانو قبرونه وکيندي.
يو بل ډله کسان بيا د قانون ماتولو لپاره د عامه ځايونو صفايې کولو ته اړ ايستل شوي او هم ځيني نور يې بيا تابوت کې اچول شوي ترڅو خپلو کړنو لپاره سبق واخلي.

اندونيزيا د کرونا ويروس قانون پلي کولو لپاره په ټول هيواد کې ۳۴۰۰۰۰ پوځيان ځای پر ځای کړي.
هند
هند کې شاوخوا ۱۰ بهرني سيلانيان چې د ګرځبند قوانين يې مات کړل او پر سرک ګرځيدل د چارواکو لخوا ورته وويل شوي ترڅو دې هر يو ۵۰۰ ځله "ما وبښئ" وليکي.
د هغوی يادې سزا څخه ويډيو واخيستل شوه او ټولنيزو رسنيو کې په پراخه کچه خپره شوه.
ټولنيزو رسنيو کې داسې ويډيوګانې هم خپري شوي چيرې چې پوليس د کرونا ويروس قانون ماتونکي په لرګيو وهي.
فيليپين
فيليپين کې چارواکي پدې تورن شوي چې د کرونا ويروس قوانينو ماتونکي د سپيانو په قفسونو کې اچولي او دا قفسونه په ساعتونو په لمر کې ايښودل شوي.
بله خوا د ځينو قانون ماتونو سرونه هم خريل شوي.
د بشر حقونو نړيواله اداره بيا د داسې سزاو خلاف غږ پورته کړی او له هيوادونو څخه يې غوښتي ترڅو دې بشري حقونه خوندي وساتي.

