ولې د اسټراليا مرکزي بانک له ۱۱ کلونو وروسته د سود نرخ لوړ کړ؟

اسټراليا کې د توکو او خدماتو نرخونو کې د ريکارډ کچې ډيروالي وروسته نن د آسټرالیا مرکزي بانک نغدي نرخ پورته کړي ، او احتمال لري چې راتلونکي کې نور هم نرخ لوړ کړي. وروستۍ پريکړه په اسټراليا کې دواړه د کور مالکان او کرايه کونکو لپاره څه معنی لري؟

How an interest rate rise will affect you

How an interest rate rise will affect you Source: AndreyPopov/Getty Images/Canva Pro

نړۍ کې د کرونا ويروس وبا او د روسيې او اوکراين جګړې منفي اغيزو ستر اقتصادي بحران رامينځه کړی چيرې چې نږدې ټولو هيوادونو کې د توکو او خدماتو نرخونه له تمې ډير لوړيدو حال کې دي.

پر مختللو هيوادونو کي د کرونا ويروس پيل څخه مخکې او د هغې دوران کې مرکزي بانکونو د سود بيعې راښکته کړې ترڅو خلک له بانکونو څخه د کرونو او توکو اخيستلو لپاره په اسانۍ له بانکونو قرضې واخلي او د سود ټيټ نرخ سره د هغې ورکړه بيرته په اسانۍ وکړي.

په يو هيواد کې د مصرف کوونکو لخوا د پيسو مصرف  او د پيسو ګردش دواړه ګټې راوړي ولې بيا يو بل لامل چې اوس يې هر څه بدل کړي هغه د ورځني ژوند توکو او خدماتو نرخونو کې ډيروالی دی چې مصرف کوونکي يې له ستونزو سره مخ کړي.

د ورځني ژوند لږښت کنټرول د تنخواوو ډيروالي سره کيږي او يا بايد د ورځني ژوند توکو او خدمتونو نرخونو کې کمی راشي، کله چې دا دواړه نه کيږي بيا مرکزي بانک د سود نرخ لوړوي ترڅو مصرف کوونکي لا ډير پور وړي نشي او د ټولو اقتصاي حالت کابو کړي.

د سود په نرخ کې لوړوالی د کورونو قرضه کوونکو باندې مخامخ دی او هغوی له لږ څه تاوان سره مخ کيږي، او بله خوا د کورونو په نرخ کې کمی راځي.

رامونا ګپتا د ۱۸ کلنۍ راهیسې د خپل لومړي کور لپاره پيسې سپما کوي.

اوس د هغې عمر ديرشو کلونو شاوخوا دی ، هغې پدې وروستیو کې په راکډیل سيمه کې دوه کوټې اپارتمان اخیستی. 

دا د آغلې ګپتا لپاره یو په زړه پوری وخت دی ، ځکه نوموړې یوازې څو ورځې دمخه خپل نوي کور ته تللی.

مګر په ټول هیواد کې د ډیری بانکي قرضو اخیستونکو په څیر ، هغه د آسټرالیا د مرکزي بانک پریکړې وروسته چې د سود نرخ يې لوړ کړ د ډار او حيرانتيا احساس کوي.

۲۰۱۰ کال راهيسې په اسټراليا کې د سود نرخ په کميدو وه او هيڅکه نه و لوړ شوی او د ۲۰۲۰ کال نومبر مياشت راهسيې په صفر اعشاريه يو کې پاتې وه.

ولې د اسټراليا مرکزي بانک اړ شو چې له خپلې ژمنې خلاف يې له وخت څخه مخکې د سود نرخ کې ډيروالی راوست؟

د اسټراليا مرکزيبانک والي فیلیپ لو وویل چې بورډ قضاوت وکړ چې اوس سم وخت دی چې د ځینې غیر معمولي پیسو ملاتړ بیرته واخلي کوم يې چې د کرونا ويروس وبا دوران کې اسټراليايانو لپاره وړاندې کړی وه او د اسټراليا اقتصاد سره يې ډيره مرسته کوله.

هغه دا هم وویل چې د سود نرخ به نور هم لوړ شي.

تیرې اونۍ خپاره شوي ارقام ښیي چې د نرخونو کلنۍ ډيروالی او ۵.۱ ته لوړ شوی. ښاغلي لو وویل "د نرخونو دا زیاتوالی په پراخه کچه نړیوال فکتورونه هم منعکس کوي."

د آسټرالیا د ژوند لګښت مخ په ډیریدو دی. ولې هر څه دومره ګران دي؟

ډاکټر لو وویل: "دا وړاندوینې د سود په نرخونو کې د لا زیاتوالي د انګیرنې پراساس دي."

"موږ د وبا ، سیلابونو [په آسټرالیا کې] ، او په اوکراین کې د جګړې په پایله کې د توکو په رسولو کې خنډونه لرو او نرخونه هم لوړيدو حال کې دي.

هغه وویل: "موږ به احتمالا د دې کال تر پایه ۱.۵ سلنې ته ورسوو، او د راتلونکي کال په نیمایي کې به شاوخوا ۲ سلنې ته ورسوو." 

هغو کسانو چې کورونو اخيستلو لپاره له بانکونو څخه قرضې اخيستي هغوی به د سود نرخ لوړيدو سره سم ډيرې پيسې بانک ته ورکوي.

 


4 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now