نن د نړۍ ۲۰ ستر اقتصاد لرونکي هيوادونه (G20) پر افغانستان ناسته کوي

د نړۍ ستر اقتصاد لرونکي هيوادونه پر افغانستان ناسته کوي او د طالبانو حکومت پر رسميت پيژندلو او همدارنګه له افغانانو سره بشري مرستو پر سر بحثونه کيږي.

Italian Foreign Minister Luigi Di Maio arrives for a G20 Foreign and Development Ministers' meeting in Matera, southern Italy.

Source: AAP

د نړۍ سترو ۲۰ اقتصاد لرونکو هيوادونو يوه مهمه ناسته نن د ايټايا هيواد په مشرۍ ترسره کيږي.

د نړۍ مشران به پدې مهمې ناسته کې د افغانستان وضعيت او د طالبان واکمني تر غور او بحث لاندې راولي.

د ملګرو ملتونو سر منشي انتونيو ګوتيريس لا دمخه له نړۍ مشرانو څخه د افغانستان نوي حکومت او هم خلکو پر وړاندې د ښکاره دريځ غوره کولو غوښتنه کړې وه او دا يې هم ويلي ول چې که چيرې له بې وزلو افغانانو سره پر وخت مرسته ونشي بشري ناورين امينځته کيږي.

د اسټراليا لوړي وزير سکات موريسن دفتر په يو اعلاميه کې راغلي،  چې د اسټراليا لومړی وزير به نن شپه د G20 ناسته کې چې پر افغانستان جوړيږي ګډون وکړي.

په اعلاميه کې دا هم راغلي چې اسټراليا د طالبانو واکمنۍ وروسته ۴۱۰۰ کسان له افغانستان څخه بهر ويستلي.

ښاغلی موريسن وايي، دا ډير مهم وخت دی ترڅو د نړۍ هيوادونه سره راټول شي او له افغانانو سره مرسته وکړي.

د ډيرو نړيوالو له طالبانو څخه غوښتنه داده چې افغانستان کې بند پاتې بهرنيانو ته د وتلو زمينه برابره کړي او هم ترهګرو ته د افغان خاورې کارونې اجازه ورنکړي.

د اسټراليا لومړی وزير وايي، چې هيواد يې چمتو دی ترڅو د يو پرمختللي افغانستان جوړيدو لپاره مرسته وکړي.

دا ناسته په داسې حال کې جوړيږي چې د طالبانو واکمنۍ وروسته وچکالي او فقر ډير شوی او اقتصادي حالت نسکوريدو لور ته روان دی.

پر طالبانو دا مهال نړيوال بنديزونه پر خپل ځای دي ولې چين په رسمي ډول د يادو بنديزونو لرې کولو غوښتنه کوي.

نن شپې ناستې کې به د امريکا، هند او نور ولسمشران ګډون وکړي ولې د چين ولسمشر له ګډون کولو ډډه کړې او تر اوسه دا هم معلومه نده چې ايا د روسيې ولسمشر به په G20  نن شپې غونډه کې ګډون وکړي او که نه.

د افغانستان ګاونډيان، ايران او پاکستان يادې غونډې ته ندي بلل شوي.

 

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now