د نیو ساوت وېلز ايالت مشرې له خپلې دندې د استعفا اعلان وکړ

وروسته له هغه چې د نيو ساوت وېلز ايالت د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې د ګلاډيس برېجىکلين د چلند په اړه تحقیقات پیل کړل، هغې اعلان وکړ چې له خپلې دندې به استعفا وکړي.

Berejiklian resigns

Source: AAP

د نیو ساوت وېلز ایالت مشره ګلاډېس بریجیکلین د پارلمان له پخواني دریل مگوایر (Daryl Maguire) سره د خپلو اړیکو په افشا کولو کې پاتې راغلې ده له همدې امله د نىو ساوت وېلز ايالت د فساد پروړاندې خپلواکه اداره (ICAC) واىي چې دغه اداره به د کلاډيس برېجىکين په اړه د احتمالي عامه باور ماتولو په اړه تحقیقات وکړي.

آغلې بریجکلین له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دا خبره ورته ځورونکې ده چې اعلان وکړي، مګر هغه له استعفا پرته بل انتخاب نلري.

"زه پرته له دې چې د لومړي وزیر له دندې استعفا وکړم بله لاره نه لرم."

"زما استعفا به ژر تر ژره عملي بنه غوره کړي ترڅو د لیبرال ګوند وکولای شي نوي پارلماني مشر وټاکي ترڅو نوی مشر چارې پرمخ یوسي."

NSW Gladys Berejiklian
د نيو ساوت وېلز ايالت مشره، ګلاډيس برېجيکلين Source: AAP

آغلې برېجکلين وايي د ټاکنو له کميسيون سره تر مشورې وروسته به د نيو ساوت وېلز اىالت له پارلمان څخه هم استعفا ورکړي.

 


شریکول

1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په




Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now