امريکايي ساينس پوهان: کرونا ويروس تر ۲۰۰،۰۰۰ امريکايان وژني

د نړۍ دوه هيوادونه ، ايټاليا او هسپانيه تر ټولو ډير ځپل شوي او هره ورځ سلګونه کسان کرونا ويروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

Undertakers wearing garbage bags as a safety mesure during the coronavirus outbreak work at cemetery in Madrid, Spain.

Undertakers wearing garbage bags as a safety measure during the coronavirus outbreak work at cemetery in Madrid, Spain. Source: AAP

نړۍ کې کرونا ويروس له  ۳۳ زرو ډير کسان وژلي او د نړۍ ۴۰٪ نفوس قرنطين شوی

هسپانيه او ايټاليا کې هره ورځ نږدې ۱۰۰۰ کسان کرونا ويروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي او نړۍ ۴۰ سلنه نفوس دا مهال قرنطين

شوی.

ډير کار پوهان اټکل کوي چې امريکا د نړۍ تر ټولو ډير ځپل کيدوونکی هيواد جوړيدلی شي.

امريکا کې د روغتيا برخې چارواکي وايي، کرونا ويروس ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ زرو کسانو پورې مړه کولی شي.

 امريکا کې د امهال ۱۴۰۰۰۰ کسان په کرونا ويروس مبتلا دي او ۲۷۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

اوروپا او امريکا کې کرونا ويروس بيمارانو لپاره روغتونو کې اړين اسانتياوې د ختميدو حال کې دي او بله خوا د نړۍ اقتصاد هم له ستر بحران او نا معلوم حالت سره مخ دی.

نړۍ کې دا مهال ۷۲۰۰۰۰ کسان په کرونا ويروس مبتلا دي او ۳۵۰۰۰ کسانو بيا خپل ژوند له لاسه وکړی.

دلته اسټراليا کې چارواکي وايي، د کرونا ويروس مثبتو پيښو کې کموالی هيله بښونکی دی ولې بيا هم اسټراليا کې د ياد ويروس خطر پر خپل ځای دی.
 worker cleans the street at the entrance to the Ifema Fair ground where a provisional hospital for coronavirus patients is set up in Madrid, Spain.
worker cleans the street at the entrance to the Ifema Fair ground where a provisional hospital for coronavirus patients is set up in Madrid, Spain. Source: AAP
ايټاليا او هسپانيه کې د ورځې شاوخوا ۸۰۰ کسان کرونا ويروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د يادو هيوادو چارواکي وايي چې لا اوس هم د مړينې او مبتلا کيدو څوکې ته ندي رسيدلي ولې په وروستيو کې د مړو او مبتلا کسانو شمير کې لږ کموالی هيله بښوونکی دی.

  افغانستان کې پر کرونا مبتلا کسانو شمير ۱۴۵ تنو ته ورسيد او بله خوا بيا ګاونډ پاکستان کې دا شمير ۱۶۰۰ تنو ته رسيږي.

اسټراليا کې بيا پر کرونا مبتلا کسانو شمير۴۱۶۳ تنو ته ورسيد او ۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

 

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا SBS News, SBS Pashto
سرچینه: AFP, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
امريکايي ساينس پوهان: کرونا ويروس تر ۲۰۰،۰۰۰ امريکايان وژني | SBS Pashto