Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د سينټرلينک قرضو راټولولو سيسټم بنديدو امر شوی

د اسټراليا هوساينې خدمتو يا سينټرلينک له زرګونو اسټراليايانو څخه د قرضې په نوم ډيرې پيسې اخيستي

centerlink
Source: SBS

د اسټراليا حکومت له هغه وروسته له ډيرو فشارونو سره مخ شو کله چې د هوساينې سيسټم "سينټرلينک" قرضې ټولولو سيسټم څخه ډيرو اسټراليايانو شکايت وکړ او د ياد سيسټم څيړنې غوښتونکي شول.

حکومت د سينټرلينک قرضې سيسټم څيړنې وروسته موندلي چې ياد سيسټم کې ځيني برخې بايد بدلون ومومي.

ويل کيږي چې له زرګونو اسټراليايانو څخه د سينټرلينک  "robo-debt” سيسټم چې د قرضې راټولولو اوتوماتيک سيسټم دی ډيرې پيسې راټولې کړي.

د اسټراليا بشري خدمتو ادارې خپلو کارکوونکو ته ايمل استولی ترڅو اسټراليا کې دې د اسټراليايي کاريګرو تنخواوې حساب په خپله وکړي او روبوټ يا کمپيوټري سيسټم ته دې نه ورکوي.

اوس پر بشري خدمتو ادارې فشار دی ترڅو ټولو هغو اسټراليايانو ته دې پيسې بيرته ورکړي کوم چې د سينټرلينک سيستم لخوا ترې ډيرې پيسې اخيستل شوي.

د اسټراليا د حکومت خدمتو وزير Stuart Robert وايي، د سينټرلينک ادارې يوازې ځيني بدلونونه راوستي او دا کوم لوی بدلون ندی.

د اسټراليا سنا مجلس پلټنې کميسيون ته ويل شوي چې د سينټرلينک ادارې لخوا د ۲۰۰ مړو کسانو جايدادونو پلټنه شوې.

بله خوا سينټرلينک ادارې باندې دا تور هم دی چې ياده اداره خلکو څخه قرضو راټولولو لپاره توهين اميزه ليکونه استوي.

د اسټراليا حکومت ژمنه کړې ترڅو د سينټرلينک روبوټيک سيستم بشپړه ارزونه کوي.

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now