مهم ټکي:
- د جمهوریت له سقوط وروسته، شاوخوا ۲۱۱ زره افغانانو د آسټرالیا د ویزې غوښتنه کړې ده.
- د آسټرالیا حکومت لخوا خپرې شوې شمېرې ښیي چې په تېر یوه کال کې ۶۴۰۰ افغانانو ته د آسټرالیا ویزې ورکړل شوي.
- د آسټرالیا د کډوالو چارو وزیر وايي د غوښتنلیکونو د ارزولو لپاره یې اضافه کارکوونکو پر دنده ګمارلي.
په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته د آسټرالیا حکومت د افغانستان اوسېدونکو لپاره ۳۱ زره او ۵۰۰ ویزې اعلان کړې، ترڅو په راتلونکو څلورو کلونو کې په شرایطو برابرو افغانانو ته ورکړل شي.
د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت لخوا خپاره شوي آمار ښيي چې د جمهوریت له سقوط وروسته، له ۲۰۰ زرو څخه زیاتو افغانانو د دغو ویزو لپاره خپل غوښتنلیکونه سپارلي، مګر تر دې دمه یواځې ۶۴۰۰ کسانو ته ویزې ورکړل شوي دي.
د آسټرالیا حکومت منلې چې افغانانو ته د ویزو د توزیع چارې شاته پاتې دي.

visa
د آسټرالیا د کډوالو چارو وزیر، انډریو جایلز له ای بي سي شبکې سره په خبرو کې ویلي، لومړیتوب یې دادی ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې دا مسئولیت پوره کړي.
" زما لومړی تمرکز پر دې دی ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې دا مسئولیت پوره کړو، د ۳۱ زره او ۵۰۰ کسانو لپاره خوندي ځای پیدا کړو ترڅو خپل ژوند بیا جوړ کړي."
"حکومت د افغانستان خلکو ته د ویزې یو شمیر نورې لارې لټوي."
"موږ ژمن یو ترڅو د وخت په تیریدو سره د بشردوستانه ویزو شمېر کې لوړوالی راولو."
ښاغلی جایلز مني چې افغانانو ته د ویزو د ویش چارې شاته پاتې دي، هغه وايي د دغې ستونزې د حل لپاره یې اضافه کار کوونکي ګمارلي دي.

تېره میاشت د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند، د اس بي اس پښتو راډیو د پوښتنو په ځواب کې ویلي وه چې د ۲۰۱۳ کال له جولای میاشتې راهیسې، له ۱۶ زره او ۵۰۰ څخه زیات افغانان د بشردوستانه ویزو پروګرام له لارې آسټرالیا ته راغلي دي.
"د ۲۰۱۳ کال د جولای له لومړۍ نیټې راهیسې، د بشردوستانه پروګرام له لارې له ۱۶۵۰۰ څخه زیاتو افغانانو ته ویزې ورکړل شوې دي."
"هغه کسان چې په خطر کې دي او د ویزو شرایط پوره کوي، ژر تر ژره به په آسټرالیا کې استوګن شي."

