د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن يو خبري کنفرانس کې خبرو دوران کې وويل، حکومت به ۱۳۰ ميليارد ډالر پر هغو کاريګرو مصرف کړي کومو چې کورونا ويروس له امله يې خپل کارونه له لاسه ورکړي وي.
حکومت به دا پيسې د هماغو کاروبارونو يا ادارو له لارې کارکوونکو ته ورکړي کوو چې خپل کاريګر يې د کار نه شتون له امله ځواب کړي وي.
په پام کې ده چې حکومت به شاوخوا ۶ ميليونه اسټراليايان کوم چې يا مخکې او يا لدې وروسته خپل کارونه له لاسه ورکوي هغوِ ټولو په کار کې ساتلو لپاره به هر يو کس ته لږ تر لږه دوو اونيو کې ۱۵۰۰ ډالر ورکړي.
لومړی وزير سکاټ موريسن وايي، د حکومتي مرستو سره به ټول کاروبارونه وشي کولی ترڅو خپل ځواب شوي کاريګر له ياد بحران ختميدو وروسته بيرته په کار وګوماري.
سکاټ موريسن وايي، له نوو تدابيرو سره به ډيري کاريګر چې کرونا ويروس له امله يې کارونه له لاسه ورکړي او يا يې ورکوي د حکومتي پيسو ترلاسه کولو لپاره به سينټرلينک ته مخه نه کوي بلکې حکومت وروته دا پيسې د هغوی پخواني کار ځای له لارې ورکوي.
حکومت خپل دې نوي بوديجې ويش او کارکوونکو سره مرستې پروګرام ته نوم جاب کيپرز يا کار ساتوونکي نوم ورکړی.
حکومت تر دې دمه د کرونا ويروس اقتصادي او روغتيايي بحران سره مبارزې لپاره له ۳۰۰ ميلياردو ډالرو ډيره مرسته ځانګړې کړې او دا پيسې پر بيلابيلو برخو لګوي ترڅو روان بحران کې کار کوونکي او او کاروبارونه ثابت حالت کې وساتي.
لومړی وزير وايي، مونږ دا مهال دوو جګړو سره مخ يو او دا جګړې اقتصادي او روغتيايي بحران سره دي.
د اسټراليا حکومت مخکې هم اقتصادي بحران کابو کولو لپاره د ۷۰ ميلياردو ډالرو بوديجه اعلانه کړې وه او دا ۱۳۰ ميليارده ډالر به اعضافي مرسته وي چې له کاروبارونو او کاريګرو سره کيږي.
د حکومت دا کوښښ دی چې د روان بحران څخه وروسته بايد کار کوونکي او کاروبارونه ثابت اوسي .
دا پيسې پوره وخت ، نيمه وخت يا کيژول او هم شخصي کاروبار کوونکو ته ورکول کيږي
که کار کوونکو داسې يوې ادارې يا کمپنۍ سره ۱۲ مياشتو لپاره کار کړی وي په کوم کې چې له ۱۲ ډيرو کار کوونکو کار کاوه هغوی بيا وړ کسان دي چې په دوو اونيو لږ تر لږه ۱۵۰۰ ډالر ترلاسه کړي.
هغه کسان کوم چې د نيوزيليند تبعه دي او اوس يې اسټراليا کې کار له لاسه ورکړی وي هغوی هم کولی شي همدې پيسو ته لاس رسی ومومي.
د اسټراليا حکومت خزانه دار وايي، اعلان شوې بوديجه به د يو اسټراليايي کار کوونکي چې پخوا يې له اوسط څخه ډيره تنخوا اخيستله د هغه د تنخوا ۷۰ سلنه جوړوي او بيا بله خوا هغه کار کوونکي کوم چې کرونا ويروس له امله ډير ځپل شوي که هغه ميلمه پالنه او يا نورې برخې دي دا پيسې د هغوی ټوله تنخوا جوړوي. معنی داچې که دې کسانو خپل نورمال کار کولو وخت کې هم همدومره پيسې ترلاسه کولې.
د کرونا وايروس نښې له يو عادي شکل څخه تر نمونيا يا سينه بغل چې په هغې کې ساه تنګي وي ليدل کيږي
د کرونا وايروس نښو کې تبه، ټوخی، ستونې درد، سست والی او ساه تنګي شامله وي.
که تاسې له بهر څخه اسټراليا ته راغلي اوسئ او ۱۴ ورځو کې دننه دا نښې ځان کې وګورئ او يا له داسې يو کس سره نږدې اړيکه کې وئ کوم چې د کرونا وايروس يې لرلی وي نو داسې حالاتو کې روغتيايي مرسته ترلاسه کړئ.
که تاسې سوچ کوئ چې د کرونا وايروس لرئ خپل ډاکټر ته مخکې له تګ څخه ټليفون وکړئ او يا د کرونا وايروس لپاره د مرستې ملي شميرې ته ۱۸۰۰۰۲۰۰۸۰ زنګ ووهئ.