اسټراليا د هغو افغان ژباړونکو ویزې پروګرام لغوه کولو اعلان وکړ کومو چې له دوی سره په افغانستان کې کار کړی

يو شمير افغان ژباړونکي ادعا کيږي چې طالبانو واکمنۍ لاندې له ګڼو ستونزو او امنيتي ننګونو سره مخ دي. ځکه دا ژباړونکي ممکن غچ اخیستو له ګواښ سره مخامخ دي.

Small boy with blurred out face rests on his mother's shoulder under an airplane wing.

The government will scrap visas for Afghans who helped Australians. Source: Supplied / Glen McCarthy

KEY POINTS:
  • ليبر حکومت به د راتلونکي کال څخه خپلو پخوانيو افغان کارمندانو ته د اسټراليا ویزې ورکړې پروګرام لغوه کوي.
  • Save translation دا اقدام پر هغو افغان ژباړونکو اغېز کوي چې له اسټرالیایانو سره یې مرسته کړې.
  • له ۲۰۰۰ څخه ډیر د اسټراليايي ځواکونو او حکومت افغان کارمندان له کورنيو سره اسټراليا ته راوستل شوي.
د اسټراليا حکومت د هغو افغانانو لپاره يوه مهمه ویزه لغوه کوي کومو چې افغانستان کې له اسټراليا پوځ، سفارت يا اسټراليا بشري مرستو ماموريت سره کار کاوه.
دا ويزې چې ډيره کې افغان ژباړونکو ته ورکول کيږي له بل کال څخه له مينځه ځي.

د اسټراليا فدرالي حکومت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې خپلو افغان همکارانو او کارکوونکو لپاره رامينځته شوې ځانګړې ويزه د ۲۰۲۴ کال د می څخه غير فعاله کيږي.
دا ويزه چې د (LEE) په نامه هم پيژندل کيږي تر اوسه زرګونو افغانانو لخوا کارول شوې او له لاارې يې دوی اسټراليا کې ميشت شوي.
افغانستان کې د اسټراليا حکومت پخواني افغان کارکوونکي کولی شي يادې ويزې لپاره د روان کال نومبر مياشت پورې غوښتنليک ورکړي.

د اسټراليا حکومت لخوا يوه خپواکه اداره وټاکل شوه ترڅو يادې ويزې پروګرام بشپړه بيا کتنه وکړي، د يادې بيا کتنې پايلو وروسته حکومت اعلان وکړ چې دا ځانګړې ويزه چې ځايي افغان کار کوونکو لپاره رامينځته شوې وه راتلونکي کال څخه له مينځه وړل کيږي.
د اسټراليا د حکومت ادعا ده چي د ګوتو په شمير افغان ژبارونکي او پخواني کار کوونکي افغانستان او ګاونډيو هيوادونو کې پاتې دي چې هغوی هم اسټراليا ته راوستل کيږي.

د يادې ويزې پروګرام بيا کتنې دا هم موندلي چې د يادې ويزې پروګرام له برخه کې د اسټراليا مهمو وزارتونو ترمينځ ځانګړې همغږي شتون نه درلود او يو څه ګډوډي هم تر سترګو شوې.
Woman in suit jacket speaks in front of flags.
Foreign Minister Penny Wong. A military lawyer helping Afghans escape says he's now 'quietly confident' for his clients. Source: AAP / Lukas Coch
بله خوا د يو شمير افغانانو چې پخوا يې د اسټراليا حکومت سره افغانستان کې کار کړی او يا پوځي ماموريت برخه کې ځينو افغان پوځيانو هم همکاري کړې ولې کله چې پخوا دوی د اسټراليا يادې ويزې لپاره غوښتنليک سپارلی وه هغوی رد شوي ول او ورته ويل شوي چې يادې ويزې لپاره وړ ندي.
د اسټراليا حکومت اعلان وکړ چې هغه پخواني کار کوونکي او نظاميان چې د اسټراليا همدې ځانګړې پروګرام لاندې رد شوي دي اوس کولی شي يو ځل بيا غوښتنليک ورکړي.
دا کسان به يوازې تر روان کال نومبر مياشت پورې وخت ولري چې خپل غوښتنليکونه وسپاري.

حکومت په یوه بیان کې وویل: "د دې ډلو څخه افغانان چې پخوا په شرايطو برابر نه وو ګڼل شوي له هغوی سره د امکان په صورت کې اړيکه نيول کيږي.

ګلین کولومیټز، یو پوځي وکیل چې له هغو افغانانو سره له نږدې کار کوي کومو چې له اسټراليا پوځ او ماموريت سره په افغانستان کې دندې ترسره کړي وايي، دا به شاوخوا ۴۰۰ هغو افغانانو ته چې پخوا يې د اسټراليا ويزې غوښتنليکونه رد شوي يو ځل بيا چانس ورکړي چې د اسټراليا ويزې غوښتنه وکړي.

ډاکټر کولومیټز ومنله چې د نومبر وروستۍ نیټه به د دوی غوښتنلیکونو ته د رسیدو لپاره ګډوډي رامينځته کړي.

هغه اس بي اس نیوز ته وویل: "په لنډ وخت کې ډير کار کولو ته اړتيا ده."
افغانستان کې د اسټراليا حکومت افغان کارکوونکو ته ويزو ورکړې برخه کې د تير حکومت دوران کې تضادونه درلودل.

دا تضادونه په ځانګړي ډول د اسټراليا غير مستقيم قرارداديانو په اړه وو چې هغوی ته څنګه دا ويزې ورکړل شي.

ډاکټر کولوميتز وايي، "طالبان د استرالیا د ادارې د کارکونکي یا قراردادي ترمنځ توپیر نه کوي. که تاسو د آسټرالیا لپاره کار کاوه ، نو دوی به تاسو ووژني."

د اسټراليا د حکومت وروستی اعلان به هغو افغانانو ته چې دا مهال افغانستان کې بند پاتې دي او پخوا يې له اسټراليايانو سره کړی له خپګان يو ډک خبر وي.

د اسټراليا د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې اسټراليا به له افغانستان څخه د بشري ويزو لپاره غوښتنليکونه نه قبلوي، ځکه د دوی په وينا افغانستان کې د امنیتي تصفیې لپاره د بایومیټریک ازموینې لپاره هیڅ میکانیزم شتون نلري.

ځینې افغانان چې له استرالیا سره کار کولو اسناد لري ممکن د دوی غوښتنلیکونه هم رد شي ځکه چې دوی نشي کولی دریم هیواد ته سفر وکړي، ځینې یې د طالبانو لخوا سرحدي سيمو کې کنټرول له امله هم ويره لري.

د تير کال دسمبر تر میاشتې پورې، د اسټراليا حکومت ۲۳۸۳ افغان کار کوونکي او د هغوی کورنۍ د LEE پروګرام لاندې اسټراليا کې ميشت کړي.

شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Finn McHugh, Rashida Yosufzai, SBS Pashto
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service