له تمې لرې د نيو ساوت ويلز ايالت شمال مرکز او جنوبي سيمو کې سيلاونه راوتلي او د لا ډيرو نورو سيمو زيانمنيدو خبرداری ورکړل شوی.
نيو ساوت ويلز کې ۵۰۰،۰۰۰ کسانو ته خپل کورونو پريښودلو ويل شوي او د ياد ايالت مشر ډومنيک پروتي وايي، له اوسني حالت څخه لا ډير بد حالت پيښيدلی شي او داسې نه بريښي چې د سيلاونو خطر کچه به نږدې ورځو کې راټيټه شي.
سيدني مرکزي ښار Hawkesbury، Nepean او Georges rivers سيندونو شاوخوا ځکمې او کورونه د سيلاونو له ستر خطر سره مخ دي.
د نيو ساوت ويلز ايالت بيړنيو خدمتونو ادارې ۹۴ سيمو اوسيدونکو ته چې ۵۰۰،۰۰۰ اوسيدونکي پکې ژوند کوي له کوره وتلو امر کړی.
د نيو ساوت ويلز ايالت مشر ښاغلی ډومنيک وايي، د سيدني ښار په ځينو سيمو کې د تير کال مارچ مياشت پر پرتله لا ډير سيلاونه راوځي.
"مونږ خپل ايالت کې نيم ميليون کسانو ته له کورونو څخه وتلو امر کړی، که تاسو يو له همدې کسانو څخه اوسئ او تاسو ته د وتلو امر شوی وي نو بهر ووځئ."
"دا خبرداری ستاسو او ستاسو د کورنيو خونديتوب لپاره ورکړل شوي."
د نيو ساوت ويلز ايالت بيړنيو خدمتونو وزير سټيفن کوک وايي، سيدني لوی ښار، هنټر سيمه او هم سينټرال کاسټ راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې له ډيرې بدې هوا سره مخ کيدلی شي.

له Windsor, North Richmond, Camden and Milperra سيمو اوسيدونکو ته پرون امر شوی وه چې خپل کورونه پريږدي او حکومت لخوا پرانيستل شوو مرکزونو کې چې په Canley Vale and Blacktown کې دي پناه يوسي.
سينټرال کاسټ سيمه کې ډير ورښتونه او تيز باد اټکل شوی چې کيدای شي بريښنا او ونې قطع کړي.
نن د پنجشنبې په ورځ يادو ټولو ذکر شوو سيمو کې له ۵۰ څخه ۲۵۰ ميلي متره باران اټکل شوی چې د سيلاونو راوتلو خطر له ځانسره لري.
نيو ساوت ويلز ايالت کې ۲۵۰ ښوونځي تړل شوي.

