د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر، حشمت الله شهیدي، تېره شپه ناوخته په خپله فېسبوک پاڼه له لوبډلمشرۍ څخه استعفا اعلان کړه.
شهیدي په خپل استعفا لیک کې لیکلي: "زه بشپړ درناوي او رضایت سره اعلان کوم چې د خپلې شخصي پرېکړې له مخې د خپلې لوبډلې د کپتانۍ له دندې استعفا وړاندې کوم."
"د کپتان په توګه د دې مسؤلیت ترسره کول زما لپاره یو لوی ویاړ و. زه ویاړم چې د خپلې لوبډلې ترڅنګ مې د صداقت، یووالي او ژمنتیا له لارې خدمت وکړ."

ښاغلي شهیدي ویلي چې د هغه د لوبډلمشرۍ پر مهال د مسؤلینو، روزونکو او لوبغاړو په ګډو هڅو افغان ملي لوبډلې مهمې بریاوې خپلې کړې، سترې لوبډلې یې ماتې کړې او د هېواد د کرېکټ نوم یې نور هم لوړ کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، سره له دې چې د لوبډلمشرۍ مسؤلیت پرېږدي، خو د ملي لوبډلې د یوه ژمن لوبغاړي په توګه به د افغانستان د کرېکټ د بریا، پرمختګ او ویاړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
هغه ویلي:"زه باور لرم چې لوبډله به د نوي کپتان تر مشرۍ لاندې لا زیاتې بریاوې ترلاسه کړي."
حشمت الله شهیدي له ۲۰۲۲ کاله راهیسې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبډلمشر و. د افغانستان کرېکټ بورډ تر اوسه د نوموړي د استعفا د منلو یا ردولو په اړه څه نه دي ویلي.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونو اورېدلو ته دوام ورکړئ.
د اسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورې موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

