د اسټراليا ويکتوريا ايالت آغيزمنو سيمو ۱۰،۰۰۰ کسانو د کويډ-۱۹ معاينې څخه انکار کړی

ويکتوريا ايالت کې زرګونه کسان د کويډ-۱۹ معاينې له کولو څخه انکار کړی او د روغتيا چارواکي ټولنه کې کرونا ويروس ته د يو دسيسې په نظر کتلو مسلې باندې انديښنه څرګنده کړې.

Nurse Wayne Kalep from Knox Private Hospital conducts coronavirus tests at a home in Hallam.

Nurse Wayne Kalep from Knox Private Hospital conducts coronavirus tests at a home in Hallam. Source: AAP

د ويکټوريا ايالت د روغتيا وزيره جيني ميکاکس ياد ايالت کې پر هغو سيمو اوسيدونکو د معاينې کولو غږ کړی په کوم کې چې د کويډ-۱۹ ډيرې پيښې ثبت چوي.

دا غوښتنه له هغه وروسته کيږي چې يادو سيمو کې ۱۰ زره کسانو د کويډ-۱۹ لپاره له معاينه کولو انکار کړی.

ويکټوريا ايالت کې کرونا ويروس ډيرو پيښو رامينځته کيدو وروسته ۱۶۴ زره کسان معاينه شوي او دا مهال نږدې ۴۰ واړه ښارګوټي بند شوي او له اوسيدونکو غوښتل شوي ترڅو دې له ضروري کارونو پرته له کوره بهر نه وځي.

تيرو ۸ ورځو کې لس زره کسانو له معاينه کيدو ډډه کړې او د روغتيا وزيرې د خلکو نه همکاري خواشينونکی بللې.

اغلې جيني وايي، د خلکو له معاينې څخه انکار بيلابيلې وجې لرلی شي- يو داچې دا کسان کيدای شي مخکې معاينه شوي وي.

اغلې وايي، مونږ معلوماتو راټولو باندې کار کوو او داسې ګونګوسې هم دي چې خلک کرونا ويروس يوه دسيسه ګڼي او پر ځينو خيالي خبرو باور کوي.

اغلې وايي، کرونا ويروس په ډيرې چټکۍ سره خپريدونکی ويروس دی او ستاسو کورنۍ ژر اخته کولی شي. دا ويروس ستاسو ګاونډيان، ستاسو خواخوږي او ټوله ټولنه اغيزمنولی شي.

د اسټراليا له حکومت څخه غوښتل شوي ترڅو دې څو کلتوريزې ټولنې ته د هغوی په ژبه معلومات خپاره کړي، ځکه ټولنيزو رسنيو کې ډير ناسم معلومات خپاره کيږي کوم چې خلک تير باسي او د هغوی ژوند له خطر سره مخوي.

د روغتيا وزير وايي، ويکټوريا ايالت کې ځيني ټولنې خپلو هيوادونو کې له خلکو سره په اړيکه کې دي چيرې چې هلته د کرونا ويرس جدي نه نيول کيږي.

ويکټوريا ايالت کې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۶ نوې پيښې ريکارډ شوې، پرون دا شمير ۷۷ وه.


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Naveen Razik

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service