د آسټرالیا د هوا پیژندنې ادارې (BOM) د وېکټوریا او نیو ساوت ایالت د ځینو برخو اوسېدونکو ته د تودوخې د څپې په اړه خبرداری ورکړی چې د تودوخې څپه سویلي آسټرالیا او تزمانیا ته هم رسېږي.
تمه کېږي چې د تودوخې څپه به د نیو ساوت ویلز سویلي برخې لکه بیګا، بمبالا او عدن اغیزمنې کړي.
د وېکټوریا ایالت اوسېدونکو ته تېره ورځ (پنجشنبه) د تودوخې څپې خبرداری ورکړل شوی چې د روانې اوونۍ په پای کې به د تودوخې درجه له ۳۰ پورته شي.
د تودوخې څپه به د ویکټوریا ډیری سیمې اغیزمنې کړي په ځانګړې توګه د ایسټ ګیپسلینډ ( East Gippsland) سیمه چې له ملبورن څخه شاوخوا ۳۵۷ کیلومتره لرې موقعیت لري.
تمه کیږي چې د تودوخې درجه به د راتلونکې اونۍ په پیل کې کمه شي.

په داسې حال کې چې د نیو ساوت ویلز او وېکټوریا په ځینو سیمو کې خلکو ته د تودوخې څپې خبرداری ورکړل شوی، په کوینزلنډ کې د سختو بارانونو له امله خلکو ته د سیلابونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.
د هوا د حالاتو په اړه وروستي مالومات د آسترالیا د هوا پېژندنې ادارې له وېب پاڼې څخه ترلاسه کولای شئ: http://www.bom.gov.au/
په بېړنیو حالاتو کې د ۰۰۰ شمېرې ته زنګ ووهئ او که چېرې تاسو په انګلیسي ژبه نه پوهېږئ نو مهرباني وکړئ د ژباړې د وړیا خدمتونو لپاره ۵۰ ۱۴ ۱۳ شمېرې ته زنګ ووهئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره زموږله ویب پاڼې لیدنه وکړئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زموږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

