د آسټرالیا د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې په شمالي سیمې، کوینزلنډ او لویدیځې آسټرالیا کې به د تودوخې درجه له ۴۰ درجو پورته واوسېږي.
وړاندوینه شوې چې د لویدیځې آسټرالیا په ماربل بار سیمه کې به نن تودوخه ۴۶ درجو ته ورسېږي. مګر په یاده سیمه کې د آر اس ال لخوا د ۵۱ درجې ګرمې وړاندوینه شوې ده.
د تودوخې د سختې څپې اخطارونه د پورتنۍ برخې لپاره، او همدارنګه د شمالي کوینزلینډ او تیوي ټاپوګانو په شمالي سیمو کې د ځینو برخو لپاره صادر شوي.
په نیو ساوت وېلز او سویلي آسټرالیا کې د ټیټ شدت تودوخې څپې وړاندوینه شوې ده.
په داسې حال کې چې په شمالي سیمو کې خلکو ته د تودوخې د څپې په اړه خبرداری ورکړل شوی، د سویلي کوینزلینډ اوسېدونکو ته ویل شوي ترڅو د طوفان لپاره تیاری ولري.
د آسټرالیا د هوا پېژندنې ادارې د دوشنبې په سهار خبرداری ورکړ چې په ځینو سیمو کې شدید اورښتونه د خطرناک او ژوند ګواښونکي سیلاب لامل کیدی شي.
د نیو ساوت وېلز ایالت شمال ختیځو سیمو ته هم د شدید باران او سیلاب په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.
د تودې هوا او سیلابونو د خطر ترڅنک، په اوبو کې د ډوب شویو کسانو د شمېر د زیاتوالي په اړه هم اندېښنې په زیاتېدو دي.
تېره دوځ د پرت ښار د سوان په نامه سیند کې دوه تنه ماشومان ډوب شوي دي. د دغو ماشومانو له ډوبېدو سره په ډسمبر میاشت کې د ډوب شویو کسانو شمېر له ۳۰ څخه پورته شوی.
د تېرو کلونو آمار ښيي چې هرکال د ډوب شویو کسانو له ډلې څخه ۲۵ سلنه د کرېسمس او نوي کال ترمنځ په یوې اوونۍ کې ډوبېږي.
ژوند ژغورونکي له آسټرالیایانو څخه غواړي ترڅو د لامبو پرمهال له احتیاط څخه کار واخلي.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

