د 'ژوند په آسټرالیا کې' معلوماتي راپورونو ټولګې، د سپټمبر پر اتمه نېټه په سیډني ښار کې د نیو ساوت ویلز ایالت د ۲۰۲۲ کال د غوره خپرندوی جایزه ترلاسه کړه.
دغې جایزې لپاره د اس بي اس شبکې د روسي او اوکرایني ژبو پروګرامونه هم نوماند وه، مګر اس بي اس پښتو او دري پروګرامونه ګټونکي اعلان شوه.
د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې د طالبانو له واک ته رسېدلو او د آسترالیا لخوا افغانانو ته د بشري ویزو له اعلان وروسته، د 'ژوند په آسټرالیا کې' معلوماتي راپورونو د خپرولو لړۍ پیل کړه ترڅو له نیو راغلو افغانانو سره په آسټرالیا کې د مېشتېدنې په برخه کې مرسته وکړي ترڅو دلته د خپل کور احساس وکړي.

په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته، آسترالیا د افغانستان د اوسېدونکو لپاره ۳۱ زره او ۵۰۰ بشردوستانه او فامیلي ویزې اعلان کړي دي.
د اس بي اس شبکې د پروګرامونو مدیر، انډریو بولټن چې د دغو معلوماتي راپورونو په تولید او تنظیم کې یې هم مرسته کړې، د اس بي اس شبکې هغو کارکوونکو ته مبارکي ویلې چې د یادو معلوماتي راپورونو په تولید کې ښکیل وه.
هغه وايي: " دا یو ډیر پر وخت، د مختلفو پلیټ فارمونو لړۍ وه چې زموږ د اورېدونکو د اړتیاو پوره کولو لپاره ډیزاین شوې وه ترڅو په آسټرالیا کې د خپل "کور احساس" وکړي."
ښاغلی بولټن وايي چې شاوخوا ۱۰ زره کسانو د ژوند په آسترالیا کې معلوماتي راپورونو ټولګې ته لاسرسی پیدا کړی.

د اس بي اس پښتو او دري پروګرامو پروډیوسر مجیب منیب، د دواړو پروګرامونو په استازیتوب یاده جایزه د نیو ساوت ویلز ایالت له مشر ډومینیک پیروټې څخه ترلاسه کړې.
ښاغلی منیب چې د ۲۰۱۲ کال په وروستیو کې له افغانستان څخه آسټرالیا ته راغلی وايي، د ژوند شخصي تجربې ورسره د دغو راپورنو په تولید کې مرسته کړې ترڅو هغه څه تولید کړي چې ده غوښتل په لومړیو ورځو کې ورته لاسرسی ولري.

ښاغلی بولټن وايي: "زه د ټیم په هغو هڅو ویاړم چې د دغې ټولکې په تولید کې یې کړې، او موږ ټول د پریمیر او نیو ساوت ویلز د مختلفو کلتورونو ادارې څخه خوښ یو، مګر تر ټولو مهمه دا چې مونږ و توانېدلو ترڅو له افغانستان څخه راغلو ګډوالو ته د مېشتېدنې عملي معلومات وړاندې کړو ترڅو په آسټرالیا کې د خپل کور احساس وکړي."
د 'ژوند په آسټرالیا کې' معلوماتي ټولګه کې ټولو هغو موضوعګانو ته کتنه شوې چې د مېشتېدنې سفر لپاره مهمه دي لکه، د مالیې نمبر (ټکس فایل نمبر) ترلاسه کول، د بانک حساب جوړل، له خپلو حقونو خپریدل او له انلاین درغلیو څخه په امن کې پاتې کېدل.
له افغانستان څخه د نویو راغلو افغانانو لپاره د معلوماتي راپورونو په ډله کې د کرایي کور پیدا کولو او اخیستلو په اړه هم معلومات شامل وه.
ښاغلی انډریو وايي چې په دغو راپورونو کې ؛"د بیکارۍ پرمهال د ملاتړ او کډوالو کارګرو د حقونو د تشریح ترڅنګ پدې اړه هم معلومات خپاره شوي چې څرنګه د کاري وظیفي ته باید تیاری ونیول شي."
" د وړکتون خدمتونو ته د لاسرسي او په ښونځي کې د ماشومانو د عادي کېدو ترڅنګ د ماشومانو د حقونو په اړه هم بحث شوی دی."
د ژوند په آسټرالیا کې معلوماتي راپورونو د اورېدلو لپاره له پښتو او دري پاڼو څخه لیدنه وکړئ.

