د يادې پيښې پلټنې لپاره يو کميسيون وټاکل شو او وروستی پريکړه کې يې دا وويل چې پوليس د نعمان حيدر په وژلو کې ملامت نه وه ځکه چې نعمان پر پوليسو له چاړه سره بريد وکړ او د دوو پوليسو ټپي کولو وروسته پوليس نعمان پر سر وويشت او پر ځای ووژل شو.
د يادې پيښې پلټونکی قاضي جوهن اولي پر هغو پوليسو نيوکه ونه کړه کوم چې په همدې پيښه کې ښکيل ول.
د نعمان حيدر د ملبورن ښار انډيورهيلز پوليس سټيشن څخه باهر د ۲۰۱۴ سپتمبر مياشت کې ووژل شو.
نعمان حيدر پوليس پوښتنې او تحقيق لپاره رابللی وه ځکه چې نعمان باندې د ترهه ګرۍ شک وه او د حيدر په غوښتنه د ملاقات ځای د موټرونو تم ځای وټاکل شو، کله چې پوليسو له نعمان څخه پوښتنې پيل کړې نو نعمان پر پوليسو له چاړه سره بريد وکړ چې پای کې دی ووژل شو.
نعمان حيدر انټرنيټ باندې ځيني افراطي پوسټونه کړي ول.

قاضي خپلو موندنو پای کې وويل چې پوليسو او حالاتو داسې شک نه پيدا کوه چې ګواکې نعمان به پر پوليسو بريد وکړي او يا به له ځانسره بريد لپاره کومه وسله يا کوم شی ولري.
قاضي دا هم وموندله چې د نعمان حيدر وژنې مخنيوی امکان نه لاره او که نعمان نه وای وژل شوی نو يو له پوليسو څخه وژل کيده.
دا پيښه له کوم ځې څخه پيل شوه:
پوليس د نعمان حيدر کورته د ۲۰۱۴ کال سپټمبر مياشت پر ۲۳ نيټه ورغله او دده ځينو کړنو او هم د هغه پاسپورټ بنديدو په اړه له هغه سره خبرې وکړي.
د حيدر فاميل پوليسو ته اجازه ورکړه ترڅو د حيدر کوټه ولټوي او دې وخت کې حيدر کور کې نه وه او له ملګرو سره باهر وه.
کله چې نعمان حيدر کور ته راغئ نو مور يې د پوليسو راتګ او دده کوټې لټولو په اړه ده ته خبر ورکړ.. د حيدر پلار وايي چې دې خبر اوريدو سره نعمان حيدر ډير ناراحته شو او ډير خپه شو.
نعمان حيدر پوليس سره جوړه وکړه چې له دوی سره به پوليس سټيشن کې ګوري.
کله چې نعمان حيدر پوليس سټيشن ته ورسيد له پوليسو څخه يې وغوښتل چې له ده سره د موټرو تم ځي کې وګري.
دوه پوليسان چې کله باهر راغله نو نعمان حيدر يې ليده چې خپل موټر پر بانټ ناست دی.
کله چې پوليسو وغوښتل چې نعمان تلاشي کړي نو نعمان يو پوليس پر مټه په چاړه وواهه.
هغه بل پوليس پر مخ او پر اوږه پر چاړه وواهه او پرې له پاسه شو او غوښتل يې چې پر نس يې په چاړه ووهي.
پوليس نعمان حيدر پر سر پر مرمی وويشت.
قاضي وويل چې پوليسو يواځې لږ وخت درلود چې پريکړه وکړي چې څه بايد وکړي او دا هر څه له يوې دقيقې څخه هم لږ وخت کې وشول.
نعمان حيدر له وخت څخه مخکې پوليس سټيشن ته راغلی وه نو ځکه دومره لږ وخت کې نور پوليسو ونشو کولی چې باهر ځانونه سمبال کړي ترڅو دداسې پيښې مخه ونيسي.
قاضي وويل چې چټکی سره دا هر څه کيدل پوليسو ته موقع ورنه کړه چې نورو لارو باندې سوچ وکړي.

يوه اونۍ مخکې له همدې پيښې نعمان حيدر ډانډينانګ شاپنګ سينټر کې دايش ډلې بيرق رپاوه او پوليسو دی ليدلی وه، هغې پيښې په تړاو نعمان حيدر وويل چې ده پلان نه لاره چې ياد شاپنګ سينټر په بم والوزوي بلکې هغو چاپو غوصه کړی وه کوم چې سيدني او بريزبن ښارونو کې د ځينو مسلمانانو پر کورو اچول شوې وې.
نعمان حيدر خپلو ملګرو ته دا هم ويلي ول چې که له ده سره چاړه وای نو ده به پوليس په چاړه وهلي وای.
قاضې دا هم موندلې چې د نعمان حيدر وژنې پيښې څه موده وړاندې خپل موبايل له لارې داسې انټرنيټي سايټونه ليدلي ول کوم چې د خلکو وژنې لارښوونې پکې ښودل کيدې او يادې ويبپانې دايش ډلې سره تړلې وې.
نعمان حيدر الفرقان اسلامي مرکز ته خپل مرګ وړاندې څو وارې تللی وه او ياد مرکز ترهه ګری سره تړلو مسايلو لپاره تورن شو.
قاضي وويل چې داسې ښکاري نعمان حيدر خپل مرګ څخه مخکې د يو بريد پلان لاره چې ترسره يې کړي.
قاضي دا وړانديز کړی چې داسې کسانو لپاره بايد د ټولنيزو خدمتو يوه شبکه جوړه شي ترڅو د هغو ترهه ګرۍ بريد مخنيوی وشي.
قاضي د نعمان حيدر کورنۍ ستايلې او ويلي دي چې دوی له پوليسو او چاروکو سره ډيره همکاري کړي.

