اسټراليا کې هغه کسان چې له انګليسي پرته پر نورو ژبو خبرې کوي او هم بومي اسټراليايان تر نورو ډير د جعل کارانو په نښه شوي او ترې ميليونونه ډالر غلا شوي.
نوي رپوټ له مخه ويل شوي، په تيرو ۱۰ مياشتو کې له بې وزلو اسټراليايانو څخه ۳۶.۲ ميليونه ډالر غلا شوي.
که چيرې دا شميرې له تير کال همدې مودې سره پرتله شي نو په جعل کارۍ کې ۹۳ سلنه ډيروالی راغلی.
جعل کاران په ډيره کې هغه کسان په اسټراليا کې په نښه کوي د چا چې لومړۍ ژبه انګليسي نه وي او بيا ترې په جعل او دوکه پيسې غواړي. د مثال په ډول، جعل کاران خلکو ته ټليفون کوي او ورته ځان د اسټراليا رسمي ادارې غړي معرفي کوي او ورته خبرداري ورکوي چې تاسو تيروتنه کړې او دومره پيسو ورکړې سره تاسې نه زنداني کيږئ او يا له اسټراليا څخه نه شړل کيږئ. دا ټليفونونه په ډير مهارت سره خلکو ته کيږي او خبرو تاثير لاندې راوستلو وروسته ځيني کسان د دوکې او جعل کارۍ ښکار کيږي.
په تيرو ۱۰ مياشتو کې بومي اسټراليايان بيا ۴.۶ ميليونه ډالر جعل کارانو ته ورکړي چې د تير کال همدې مودې پر پرتله ۱۳۸ سلنه ډيروالی ښايي.
اسټراليا کې د جعل کارۍ پر وړاندې مبارزې ادارې په نوي رپوټ کې راغلي، ډيري جعل کارۍ د ايمل او ميسج له لارې شوي چيرې چې خلکو خپل د کريډيټ کارډ شميره او هم بانکي معلومات سره د نورو شخصي معلوماتو جعل کارانو ته سپارلي.
د ذکر شوو جعل کارۍ پيښو شمير ۳۰۶۷ ته لوړ شوی.
بله خوا بيا په تيرو ۱۰ مياشتو کې ۲۰۹۰ پيښې داسې وې چې جعل کارو جنايتکارو ټليفون له لارې خلکو ته خبرداري ورکړي چې که پيسې ور نه کړئ نو له کوم بد حالت سره مخ کيږئ.
۱۶۷۴ د هويت او يا شخصي معلوماتو غلا شوې بيا ۱۴۵۴ انلاين له لارې خريداري او ۱۰۶۲ بيا غلط بيلونه ليږل شوي او دوی پيسې ورکړي.
جعل کاران هغه ځای ډير په نښه کوي کوم چې درد يې ډير وي
د اسټراليا د فومي ټولنو شوراګانو مشر محمد ال خفاجي د نوو شمير څرګنديدو په اړه انديښنه څرګنده کړې، ځکه جعل کاران ډير بې وزله کسان په نښه کوي.
ښاغلی وايي، نن راته يو چا ټليفون وکړ او ويل يې د اسټراليا سرحدي ځواکونو له دفتر څخه خبرې کوي، نو داسې د جعل کارۍ دا حد وګورئ چې څومره پداسې ټليفونو په نښه کيدلی شي.
جعل کاران خلکو ته ټليفون کوي او وايي، دوی يا سينټرلينک دفتر څکه دي او يا دولت څخه، نو که تاسې داسې ټليفون ترلاسه کوئ پدې پوه شئ چې جعلي دی.
پوهاوي لپاره بايد څه وشي؟
ښاغلی الخفاجي وايي، د کرونا ويروس پيل سره د اسټراليا دولت ته دا معلومه شوه چې د روغتيا برخه کې بايد څوکلتوريزې ټولنې په مينځ کې پوهاوی ډير شي. دا اړتيا د جعل کارۍ برخه کې هم ليدل کيږي.
اسټراليا کې د Scamwatch او Australian Taxation Office ادارو ډير معلومات په بيلابيلو ژبو پر خپل ويبپاڼه خپاره کړي، ولې دې معلوماتو ته څومره خلک لاسرسۍ لري دا مهمه ده.
د څو کلتوريزو ټولنو غړي او مشران له حکومت څخه غواړي ترڅو پوهاوي لپاره له ټولنو سره په ګډه کار وکړي.