Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

حکمتیار له نږدې شلو کالو وروسته کابل ته راستون شو

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار له سلګونو پلويانو سره کابل ته ورسيد.

Hekmatyar returns to Kabul
Hekmatyar returns to Kabul

په پام کې ده چې ښاغلی حکمتيار له ولسمشر محمد اشرف غني سره نن ما ماشپښین په ارګ کې وګوري.

ټاکل شوې چې د اسلامي حزب مشر به نن ماشپښین د افغانستان جمهوررئیس سره په ارګ کې وګوري.

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د افغان حکومت سره د سولې د هوکړې د لاسلیک په پایله کې د نږدې دوه لسیزو پټ ژوند وروسته د روانې اونۍ د خلکو په منځ کې راڅرګند شو او نن سهار له ننګرهار څخه د خپلو سلګونو پلویانو په بدرګه د موټرو په یو ستر کاروان کې کابل ته راورسید.

د حکمتیار د اسلامي حزب د مطبوعاتو او فرهنګې چارو رئیس قریب الرحمان سعید ویلي چې ښاغلی حکمتیار به د جمعې په ورځ په غازي لوبغالي کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وینا هم وکړي.

 


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now