Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

حکمتیار زورواکو ته خبرداری ورکړ

د افغانستان د اسلامي حزب ګوند مشر ګلبدین حکمتیار نن کابل کې په يوې خبري ناسته کې وويل ، څوک چې له ناسمو او غیر اصولي لارو او په یو اړخیزه توګه د نظام نسکورول غواړي ورسره موافق نه دی او ورته اجازه نه ورکوي.

Hekmatyar
Hekmatyar Source: ARG-Afghan President Office

دا لومړی ځل وه چې د حزب اسلامي ګوند مشر کابل ته راتګ وروسته خبرې ناسته وکړه او خپل د ګوند دريځ يې ځينو سياسي او امنيتي مسايلو په اړه بيان کړ.

ښاغلي حکمتيار وويل چې په کابل کې روان وضعیت د اندیښنې وړ او د افغانانو په زیان وباله.

د حزب اسلامي ګوند مشر ښاغلي حکمتيار وويل:

"هغه چې په دې کړکیچن حالت کې د تغیر او د نظام د نسکورولو شعارونه ورکوي، ترې پوښتنه کوو، چې بدیل مو څه دی؟ د جنګ دوام؟ که د مخالفینو په لاس د کابل سقوط؟ آیا له بدیل وړاندې د نظام د نسکورولو نتیجه به له دې پرته بل څه وي، چې کابل د وسله‌والو مخالفینو په لاس پرېوزي."

د اسلامي حزب مشر زیاته کړه، که د څوو کسانو په خوښه د نظام د بدلولو دود رواج پیدا کړي، هیڅوک به د څو ورځو لپاره د حکومت کولو مجال او فُرصت و نه مومي او هر نظام به ژر ژر او د څو کسانو په خوښه بدلیږي.


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now