Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

هند پر پاکستان هوايي بريد وکړ

د رپوټونو له مخه ويل کيږي چې ۱۲ هندي جنګي الوتکو پاکستان کې دننه ځيني سيمې په نښه کړي او د هندي چارواکو په وينا ياد هيواد کې يې د ترهه ګرو کمپنونه په نښه کړي.

Fighter Jet
Fighter Jet Source: Facebook

د هند بهرنيو چارو وزارت ويلي، د هند هوايي ځواکونو بريد کې ګڼ شمير اورپکي وژل شوي او د اورپکو کمپونه له مينځه وړل شوي.

د پاکستان پوځ ويلي چې د هند جنګي الوتکو لخوا پر پاکستاني خاوری تيری شوی ولې د کوم تاوان رسولو خبر يې نده کړې.

هند کې رسنۍ رپوټ ورکوي چې  کشمير کې ځانمرګي بريد وروسته په کوم کې چې ۴۴ هندي پوځيان ووژل شول هندي جنګي الوتکو پاکستان کې دننه پر ځينو سيمو بمباري کړې.

د پاکستان د پوځ وياند ويلي چې هندي جنګي الوتکې پاکستان خاورې ته ننوتو سره د پاکستان د پوځ له مقاومت سره مخ شول او پاکستان خاورې ته راغلې الوتکې بيرته هند ته تاوې شوې.

ځينو رسنيو رپوټ ورکړی چې د هند په وخت سهار ۳:۳۰ بجو باندې ۱۲ هندي جنګي الوتکو پاکستاني خاورې باندې بمباري کړې او د هندي پوځ په وينا د جيش محمد کمپونه يې په نښه کړي.

 

د پاکستان پوځ وياند بيا وايي چې هندي جنګي الوتکو په تشو ځمکو بمونه غورځولي.

جيش محمد مذهبي ډلې باندې هند کې د ۱۹۹۹ مسافر وړونکې الوتکې تښتولو تور هم دی او د تيرې اونۍ کشمير سيمه کې پر هندي پوځيانو ځانمرګي بريد مسوليت هم يادې ډلې په غاړه اخيستی.

دا دويم ځل دی چې شاوخوا يو کال دوران کې هندي پوځيان پاکستان خاوره کې دننه د پوځي عملياتو دعوه کوي.

هندي پوځيانو تير کال جولای مياشت کې د خپلو ۱۸ پوځيانو وژل کيدو وروسته پاکستاني خاوره کې دننه پوځي عمليات ترسره کړي ول.

 

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now