د اسټراليا حکومت ۱۰،۰۰۰ هغو پناه غوښتونکو ته تاوان ورکوي د کومو معلومات چې د مهاجرت ادارې لخوا خپاره شوي

د اسټراليا مهاجرت ادارې ته امر شوی ترڅو هغو پناه غوښتونکو ته تاوان ورکړي د کومو محرم معلومات چې د يادې ادارې لخوا خپاره شوي ول. دا پناه غوښتونکي د مهاجرت ادارې په توقيف ځايونو کې بند ول او شمير يې ۹،۲۵۱ تنو ته رسيږي.

Villawood immigration detention centre.

Villawood immigration detention centre. Source: AAP

د اسټراليا حکومت ته امر شوی ترڅو هغو پناه غوښتونکو ته تاوان ورکړي د کومو شخصي او محرم معلومات د يادې ادارې لخوا ۷ کاله وړاندې خپاره شوي ول.

د معلوماتو کميشنر ويلي د مهاجرت ادارې د محرميت قانون څخه سر غړونه کړې او د پناه غوښتونکو معلومات يې په تيروتنې خپاره کړي.

هغه مهال ۹،۲۵۱ پناه غوښتونکي د اسټراليا مهاجرت ادارې په توقيف ځای کې بند ول.

د پناه غوښتونکو معلومات په کال ۲۰۱۴ کې غلطی سره د مهاجرت ادارې څخه پر خپل ويبپاڼه خپاره شول چې لدې سره ۹،۲۵۱ پناه غوښتونکي اغيزمن شوي.

د معلوماتو خپريدو څخه وروسته دا څرګنده شوې چې د مهاجرت دارې توقيف ځای کريسمس ايلند او هم اسټراليا کې دننه توقيف ځايونو کې څوک او کومو معلوماتو سره بند دي.

يادو معلوماتو کې د پناه غوښتونکو نوم، جنس، او ولې توقيف شوي او بل داچې مخکې چيرې توقيف شوي شامله ول.

د معلوماتو کميشنرې Angelene Falk ويلي، پناه غوښتونکو ته به د هغوی کيس يا قضيې ته په کتو تاوان ورکول کيږي.

بله خوا خپاره شوو معلوماتو کې نوم، د زيږيدو نيټه، تابعيت، ځای، او د کښتۍ راتګ معلومات شامله ول. معلوماتو کې دا هم وه چې پناه غوښتونکي څومره وخت په توقيف کې تير کړی.

د يادو معلوماتو خپريدو وروسته د ۱۲۹۷ پناه غوښتونکو په استازيتوب د اسټراليا حکومت پر وړاندې محکمې ته شکايت وړاندې شو.

د يادو معلوماتو  خپريدو وروسته پناه غوښتونکو ته  تاوان رسيدو ته په کتو هغوی ته له ۵۰۰ ډالرو څخه تر ۲۰،۰۰۰ څخه ډيره پيسه ورکول کيږي.

د تاوان ورکړې لپاره پينځه برخې نظر کې نيول کيږي.

له يادو معلوماتو خپريدو وروسته د پناه غوښتونکي تشويش يا انديښنې، ويره، درد، ځوريدنه، ناراحتي، سپکاوی او هغوی ته رواني يا ذهني ناروغي پيدا کيدل.

د پناه غوښتونکو په استازيتوب د Slater and Gordon حقوقي خدمتونو ادارې او د Refugee Advice and Casework Service په ګډه حکومت څخه د تاوان ورکړې غوښتنه وکړه.

د مهاجرت ادارې بيا په کال ۲۰۱۴ کې د يادې ادارې لخوا اغيزمن شوو پناه غوښتونکو ته ليک استولی او له هغو څخه يې بښنه غوښتې.

د پناه غوښتونکو شخصي معلومات د مهاجرت دارې پر ويبپانې ۸ ورځو لپاره شتون لاره.

پناه غوښتونکو لپاره تاوان ورکړې پريکړه او تګلاره به پر ۲۱ ژبو وژباړل شي ترڅو هغوی پر خپل حقونو پوه شي.

د تاوان ورکړې پروسه به يو کال وخت ونيسي.


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Tom Stayner

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service