Police Inspector Saba Mirza (SBS-Aaron Fernandes).jpg
Police Inspector Saba Mirza (SBS-Aaron Fernandes).jpg
This article is more than 3 years old

پاکستان ناموسي وژنې لحاظ په نړۍ کې دویم بد هېواد دی

پاکستان لا دمخه د جنسیتي مساواتو لپاره د نړۍ دوهم بد هیواد دی. اوس داسې ویره شتون لري چې د ناموس په نوم وژنې به راپور نشي، بله خوا نه هیواد هڅه کوي د ویجاړونکي سیلابونو څخه وروسته حالت نورمال لور ته ويسي.

خپور شوی په

By Aaron Fernandes
سرچینه: SBS
Image: Police Inspector Saba Mirza (SBS / SBS/Aaron Fernandes)

د شاوخوا څلورو لسیزو راهیسې، د پولیسو افسره صبا مرزا خپل ژوند د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي جرمونو پلټنو ته وقف کړی دی، چې پکې د قتل، جنسي تیري او ناموسي قتلونو پلټنه شامله ده.

"بېوزلي لوړه ده. دویمه ستونزه دا ده چې دوی ښځې د ټیټ معیار په توګه ګڼي. دوی دلته په دې سیمه کې ښځو ته ارزښت نه ورکوي او د کوچنیو شیانو لپاره، نارینه به په ښځو شکمن وي او پايله کې ناموسي وژنې کيږي.

A sign stuck on a wall reads: Anti women harrassment cell
Ghotki district Women’s Protection Unit office. Credit: Aaron Fernandes, SBS News

د پاکستان په سویل ختیځ کې د سند صوبې کې، مذهبي عقیدې او دودیز رواجونه ژور چلیږي. ښځې چې د "بې شرمانه" چلند په تور تورنې شوې، د خپلو خپلوانو په ګډون وژل شوې دي. په ورکړل شویو دلایلو کې کیدای شي د واده څخه انکار، زنا، یا یوازې د قبیلوي ډلو ترمنځ د شخړو حل کول شامل وي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په وینا، په ۲۰۲۱ کال کې په ټول هېواد کې د ناموسي وژنو له ۴۷۰ زیاتې پېښې ثبت شوې، خو اصلي شمېره ښايي له دوه چنده زیاته وي. په سندهـ صوبه کې د ښځو د حقونو د ځايي ادارې په حواله، په همدې کال کې شاوخوا ۱۷۶ کسان، ښځې او نارینه د ناموسي وژنو له کبله وژل شوي دي.

A woman wearing police uniform and a headscarf
Ghotki District Police Inspector Saba Mirza. Credit: Aaron Fernandes, SBS News

په ۲۰۱۶ کال کې د پاکستان د ټولنیزو رسنیو مشهوره څيره قندیل بلوچ د هغې د ورور محمد وسیم له خوا وژل د دې لامل شو چې هر هغه څوک چې د کاروکاری په ارتکاب تورن وي د عمري بند سزا اعلان کړي.

له همدې پيښې وروسته په قانون کې هم بدلون راغی چې د کورنۍ غړي د غیرت په نوم د وژنو مرتکبینو ته د اسلامي شریعت له مخې بښل بند کړي.

پداسې حال کې چې په پاکستان کې ډیری مذهبي ډلو - په شمول د اسلامي نظریاتو ځواکمن شورا - دا اقدام یې "غیر اسلامي" بللی او په قانون کې د بدلونونو مخالفت کړی، ولې سره له همدې مخالفتونو میاشتې وروسته د پراخ عامه ملاتړ سره د هیواد پارلمان لخوا تصویب شو.

د قنديل بلوچ ورور او قاتل وسیم په ښکاره اعتراف کړی و چې خپله خور یې وهلې وه او ویې ویل چې په ټولنیزو رسنیو کې یې شتون د زغم وړ نه وو. هغه د قتل جرم لپاره په عمري بند محکوم شو، مګر دا په فبروري میاشت کې د هغه برائت ډير تند غبرګونونه راوپارول.

بي بي سي راپور له مخه د هغه وکیل ویلي وسیم خپل اعتراف بېرته اخیستی او مور او پلار یې د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د ناموسي وژنو په اړه د راپور نه ورکول، او همدارنګه د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي نور ډولونه لا دمخه په پاکستان کې یوه لویه ستونزه وه، ولې په پوليس افسره اغلې مرزا په دې باور ده چې د قوانینو له سختېدو وروسته د هغې په ټولنه کې د ناموسي وژنو کچه په ټولیز ډول کمه شوې ده، هغه اوس ویره لري چې په پاکستان کې د میاشتو بارانونو او سیلابونو له امله به د تاوتریخوالي کم جرمونه راپور شي.

سیلابونو، چې د هیواد دریمه برخه یې لاندې کړې، د ۱۴۰۰ څخه د زیاتو خلکو د مړینې او میلیونونو بې کوره کیدو لامل شوی.

خلک اوس د اوبو څخه رامينځته شووناروغیو سره مخ دي . "ښځې خپل پر وړاندې تاوتريخوالي راپور ورکولو ته نه رامخ کيږي ځکه سيلاونو هر څه ګډوډ کړي.

A woman inside a room
Naazan Bozdar was shot trying to protect her brother. Credit: Aaron Fernandes, SBS News

اس بي اس پاکستان کې له دوو ښځو سره خبرې کړي چې وايي په سیمه او شاوخوا کې یې د ناموس په نوم ګڼې وژنې لیدلې دي.

د ورلډ اکنامک فورم په وینا، پاکستان په ۲۰۲۲ کال کې د جنډر مساواتو په لحاظ په نړۍ کې دویم بد هېواد و، او اوس داسې اندېښنې شته چې د سېلاب بحران به د ښځو او نجونو پرمختګ نور هم پسې ودروي.

پاکستان کې وروستيو سيلابونو ۳۳ ميليونه خلک چې ۱۵ سلنه نفوس جوړوي اغيزمن کړي، د بشري حقونو ډلې وايي ښځې او نجونې په راتلونکو کلونو کې د تاوتریخوالي، غلامۍ او قاچاق له لوی خطر سره مخ دي.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now