Key Points
- د ۱۹۵۲ کال د فبرورۍ په ۲۱ مه په بنګله دېش کې پنځه زده کوونکي د خپلې مورنۍ ژبې د ویلو حق غوښتلو په اعتراض کې ووژل شول.
- یونیسکو په ۱۹۹۹ کې دغه ورځ د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په توګه اعلان کړه
- دا اوس په ټوله نړۍ کې د کلتوري او ژبني تنوع جشن په توګه لمانځل کيږي
په ۱۹۴۷ کې، هند او پاکستان د خپلواکو دولتونو په توګه زیږیدلي او هماغه وخت کې د بنګال سیمه هم پر دوو برخو وويشل شوه چې د هندو اکثریت سره لویدیځ بنګال د هند برخه شوه، په داسې حال کې چې مسلمان اکثریت ختیځ بنګال (اوس بنګله دیش) د پاکستان برخه اعلان شوه.
که څه هم په ختیځ پاکستان( بنګله ديش) کې تر نیمایي زیات خلک په بنګالي ژبه خبرې کوي، خو د پاکستان حکومت اردو د رسمي ژبې په توګه اعلان کړه، یوازې په عربي رسم الخط کې د بنګلا ژبې کارولو اجازه ورکړه.
ډاکټر جان هوډ، د اندولوژي، بنګله ادبیاتو، فلم او تاریخ برخو کې په اسټرالیا کې يو څیړونکی دی، نوموړی وايي د هغه وخت په اسمبلۍ کې د پاکستان حکومت لخوا اردو ژبې له زور او جبر سره پر خلکو کارولو خلاف د اعتراضونو له ناکامۍ وروسته، حکومت دې مسلې په اړه د لاریونونو د مخنیوي لپاره کرفیو او هم غونډو جوړول غير قانوني اعلان کړل.
ډاکټر هود ایس بی ایس بنګلا ته وویل: "هغه څه چې د فبرورۍ په ۲۱ نیټه د ۱۹۵۰ لسیزې په لومړیو کې پیښ شوي په حقیقت کې د ژبې لمانځنه نه وه، دا په حقیقت کې د یوې ژبې د شتون لپاره مبارزه وه."

د ۱۹۵۲ کال د فبرورۍ په ۲۱ مه د بنګالي محصلینو یوې ډلې د پاکستان د حکومت کرفیو ماته کړه او مظاهره يې پيل کړه. مظاهره کې کډونوالو له پاکستاني حکومت څخه وغوښتل ترڅو دې د بنګله دېش ژبه د دولتي ژبې په توګه وپيژني. پولیسو پر مظاهره کوونکو ډزې وکړې او د عبدالسلام، ابوالبرکات، رفیق الدین احمد، عبدالجبار او شفیع الرحمن په نومونو زده کوونکي یې ووژل.
نرمل پال، چې د ژبې فعال دی او په استرالیا کې د مورنۍ ژبې د غورځنګ تنظیم کوونکی دی، وویل، "دا د نړۍ [تاریخ] کې لومړی ځل و چې د مورنۍ ژبې حق غوښتونکي کسان په ډزو ووژل شول."
د پاکستان حکومت بالاخره څو کاله وروسته د مورنۍ ژبې ساتلو د غورځنګ د فشار له مخې په ۱۹۵۶ کال کې بنګالي ژبه د رسمي ژبې په توګه په رسمیت وپېژندله.
له هغه وخت راهیسې، د بنګله دیش خلک دا ورځ په درناوي سره یادوي.
تر ۱۹۹۹ کال پورې دا ورځ د ملي شهیدانو د ورځې په نوم یادیده، ولې بيا وروسته یونیسکو دا ورځ د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ په توګه اعلان کړه.
ژبه او هویت
عبدالمتین یو له هغو زده کوونکو له مشرانو څخه و چې له ډزو ژوندی پاتې شو او وروسته د بنګله دېش حکومت د هغه قرباني هم وستايله.

د هغه میرمن، ګلبدان نیسا مونیکا، اس بي اس بنګله ته وویل، "د ۲۱ د ډزو بريد وروسته، خلکو په هغه ځای کې شهيدانو لپاره یو لنډمهاله د شهید منار (د شهید برج) جوړ کړ. خو حکومت هغه هم ړنګ کړ."
په ۱۹۸۳ کې، د بنګله دیش حکومت په هغه ځای کې د ژبې ساتلو قربانيانو په ياد کې یو دایمي برج جوړ کړ چې زده کونکي پکې مړه شوي ول.
د دې ورځې کلنۍ یادونه د ډیری بنګله دیشیانو د ماشومتوب په یادونو کې ځای لري.
ژبې په خطر کې
نن ورځ په نړۍ کې ډیری ژبې د ورکیدو له ګواښ سره مخ دي.
د ۲۰۲۱ یوه څیړنه چې مشري یې د اسټرالیا ملي پوهنتون (ANU) لخوا کیږي، ښیې چې په نړۍ کې د ۷،۰۰۰ ژبو نیمایي د خطر سره مخ دي، او پرته له کوم نوښتونو څخه ډیری یې د دې پیړۍ تر پایه ورک کیدی شي.
سږکال، د یونیسکو غونډې به د څو ژبو وړتیا وڅیړي، ځکه چې دا اټکل کوي چې د نړۍ په کچه ۴۰ سلنه نفوس په هغه ژبه کې زده کړې ته لاسرسی نلري چې دوی پرې خبرې کوي یا پوهیږي.
په آسټرالیا کې، د استعمار څخه دمخه د ۲۵۰ د اسټراليا اصلي اوسيدونکو ژبو څخه، یوازې ۴۰ ویل کیږي او ۱۲ ژبې بيا ماشومانو ته تدریس کیږي.
ښاغلی پاول باور لري چې د IMLD غونډې او هڅې کولی شي نړیواله ټولنه وهڅوي چې د خطر سره مخ ژبو د ساتنې لپاره هڅې ګړندۍ کړي. هغه وويل: "[په دې ډول] به نورې ژبې له لاسه ورنکړل شي."
———————————————————————————
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ
زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

