اسټراليايان ۱۰۰ ميليونه اضافي بوټان لري

اسټراليا کې په يوې نوې ترسره شوې څيړنه کې ښودل شوي چې په اوسط ډول اسټراليايان ۵ جوړه پوټان لري او ټوله کې په اسټراليا کې ۱۰۰ ميليونه اضافي يا اړتيا پرته پوټان شتون لري.

A school marks National Day of Truth and Reconciliatio in the form of shoes tied to a fence near Davenport, Canada.

Gatherings and marches were held in communities across Canada to mark the first ever National Day of Truth and Reconciliation. Source: Toronto Star

اسټراليا کې د  TreadLightly اداره چې د recycling يا بيا کارونې نوښت ته وده ورکوي پدې وروستيو کې يوه څيړنه ترسره کړې او موندلي چې ډير شمير اسټراليايان اضافي بوټان لري چې شمير يې ۱۰۰ ميليونه جوړو ته يعنې ۲۰۰ ميليونه بوټانو ته رسيږي.

د نړۍ نورو وګړو په څير اسټراليايان هم موسمي بوټان لري او موسم سره يې کاروي ولې د داسې کسانو شمير بيا لږ دی ځکه ۵۱ سلنه له پوښتل شوو کسانو څخه خپل بوټان کثافات کې اچوي. 

يادې څيړنې کې دا هم موندل شوي چې په اوسط ډول اسټراليايان ۵ جوړه اضافي بوټان لري يعنې داسې بوټان چې دوی يې نه کاروي.

په زړه پورې داده چې پوښتل شوو کسانو څخه دا هم معلومه شوې چې ښځې نږدې دوه برابره بوټان ساتي، يعنې سړي په اوسط ډول ۳ جوړه او ښځې بيا ۷ جوړه بوټان ساتي.

نړۍ کې دا مهال د اقليم بدلون او د انسانانو نفوس ډيروالي ګڼ شمير اقليمي ستونزې پيدا کړي او کوښښ دا کيږي چې بايد د کثافاتو اندازه لږه او خلک داسې توکي وکاري کوم چې له کارونې وروسته recycle يا بيرته کارونې لپاره چمتو شي.

بوټانو کې کارول شوي شيان که چيرې په ځمکه پاتې شي نو ۱۰۰۰ کاله وخت نيسي ترڅو له مينځه ولاړ شي ولې که چيرې دا بيرته کارونې يا recycle ته ورکړل شي نو ډير د کار شيان ترې جوړيدلی شي.

د TreadLightly اداره په پام کې لري ترڅو ۲۰۲۳ کال پورې اسټراليا کې ۱۰۰ جوړه بوټان recycle/ بيرته کارونې يا نورو شيانو جوړلو لپاره پروسس کړي.

ياده اداره پر اسټراليايانو غږ کوي،  ټول هغه بوټان چې تاسې ورته اړتيا نه لرئ کولی شئ يو له ۴۰۰ غوره شوو بوټانو دکانو ته وسپارئ ترڅو له هغه ځايه يې راټول او recycle کړي.

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now