د کلیو پالمر د متحده آسټرالیا ګوند (UAP) د ۲۰۲۲ کال فدرالي ټاکنو کې د ۱۲۰ ميليونو ډالرو په مصرف يوازې د پارلمان يوه څوکۍ وګټله.
دا پداسې حال کې ده چې کوچنيو ګوندونو او هم خپلواکو نوماندانو د پام وړ څوکۍ ګټلي.
بله خوا د اسټراليا دريم ترټولو بډايه شخص، انتوني پراټ کارګر ګوند ته ټاکنو بري ۲۴ ساعتونو کې دننه د ۱.۵ ملیونو ډالرو ورکړل.
د آسټرالیا د ټاکنو کمیسیون د ۲۰۲۱/۲۲ لپاره خپل کلنی راپور وړاندې کړي چې پکې دا هم ښودل شوي چې يوې کمپنی (Climate 200) د لیبرال تر واک لاندې څوکیو مقابل کې له نورو خپلواکو نوماندانو سره ۱۴ ميليونو ډالرو مرسته کړې.
د ټاکنو کميسيون خپل کلني رپوټ کې دا ښايي چې څنګه سياست برخې ته پيسې داخليږي او پدې کې ټولې هغه مرستې چې له ۱۴۵۰۰ څخه ډيرې دي رپوټ شوي.

د يونايټد اسټراليا پارتي (UAP) ته ۱۱۷ ملیونه په مستقیم ډول د ښاغلي پالمر شرکت څخه ترلاسه کړي او د هغې سربيره ۵۰ ميليونه او نورر ۳۰ ميليونه په انفرادي ډول له ياد ګوند سره ټاکنو کمپاين لپاره مرسته شوې.
د اسټراليا په تاريخ کې لومړي ځل لپاره د يو سياسي ګوند لخوا ټاکنيز کمپاين لپاره دومره ډيرې پيسې مصرف شوي.
تيرو ټاکنو کمپاين دوران کې د اسټراليا دوه لويو ګوندنو هر يو ليبر ۱۱۳.۶ او ليبرال ګوند بيا ۱۰۰.۵ ميليونه ډالر مصرف کړي.
————————————————————————————زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ
زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

