نيو ساوت ويلز
د اسټراليا ۱۲ ميليونه کسان دا مهال کورونو کې بند دي او دوی يوازې ضروري کارونو لپاره له کوره بهر وتلی شي.
نيو ساوت ويلز ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۹۷ نوې پيښې ريکارډ کړې چې پدو کې ۴۶ يې داسې مهال ټولنه کې تګ راتګ کړی چې دوی په کرونا ويروس اخته ول.
د نيو ساوت ويلز ايالت مشرې ګلاديس بريجيکليان نن خبريالانو ته وويل، اوس هم سيدني ښار کې د نوو پيښو شمير لوړ دی او تمه لري چې سبا به د نوو پيښو شمير له نن څخه هم لوړ وي ولې کيدای شي لدې هم سخت بنديزونه ولګول شي.
سيدني ښار کې د کرونا ويروس نوو پيښو شمير له ۱۰۰۰ ډير شو.
۷۷ زرو څخه ډيرو کسانو کرونا ويروس لپاره معاينه کړې.
ويکټوريا
د ويکټوريا ايالت يو ځل بيا د کرونا ويروس لمن کې راتګ وروسته له نن څخه ۵ ورځو لپاره کور کې پاتې کيدو بنديز ولګاوه.
په تيرو ۲۴ ساعتونو کې په ياد ايالت کې د کرونا ويروس ۱۰ نوې پيښې ريکارډ شوي.
ياد ايالت کې له ۳۳ زرو ډيرو کسانو کرونا ويروس لپاره معاينه کړې او بله خوا ۱۵۰۰ کسان د نوو پيښو نږدې او بيا ۵۰۰۰ نور يې دويم درجه نږدې کسان نومول شوي او همدا کسان دا مهال کورونو کې بند دي.
دواړو ايالتونو کې يوازې ضروري کارونو لپاره له کور څخه بهر وتلو اجازه لرئ.
- خوړو توکو اخيستل
- ضروري خدمتونه يا روغتيايي مسلې لپاره له کوره بهر وتلی شئ
- کار يا زده کړه که هغه له کوره نشی کولی
- له هغو کسانو سره مرسته کول چې تاسو ته اړتيا لري
- ورزش هغه هم خپل کور سره نږدې سيمو کې او يوازې يو وخت کې ۲ کسان
- واکسين کيدل
له يادو ضروري کارونو پرته که تاسې له کوره بهر وځئ تاسې جريمه کيږي.
کوينزليند
کوينزليند ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس يوازې يوه پيښه ريکارډ کړه.
له نن شپې وروسته کوينزليند له ويکټوريا ايالت سره هم خپل پوله تړي او له خپل اوسيدونکو غوښتي ترڅو دې نيو ساوت ويلز او ويکټوريا ته سفر نه کوي.
د اسټراليا ځينو نورو ايالتونو هم له ويکټوريا او نيو ساوت ويلز ايالتونو سره خپل پولې تړلي.
د اسټراليا ايالتونو کې لګول شوو بنديزونو له امله که کاريګرو خپل کارونه يا کاري ساعتونه له لاسه ورکړي وي هغوی اړ دي ترڅو سينټرلينک له لارې له حکومت څخه پيسو مرسته ترلاسه کړي.